لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنځه میاشتې د ځنډ نه پس د افغان کډوالو وطن ته د بېرته تګ پروسه شروع شوه


د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر آپريدي وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا امله طورخم او چمن پولې تړلې کېدو سره د افغان مهاجرينو د رضاکارانه واپسۍ عمل ودرېدلی و
د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر آپريدي وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا امله طورخم او چمن پولې تړلې کېدو سره د افغان مهاجرينو د رضاکارانه واپسۍ عمل ودرېدلی و

په پاکستان کې د کرونا وایرس د کمېدو نه پس د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغان کډوالو خپل وطن ته بېرته د تګ پروسه قریباً د پينځو مياشتو د ځنډ نه وروسته شروع شوه او د کډوالو نړيوالې ادارې يو اين ايچ سي آر چارواکي وايي چې په دې لړ کې يي په د خېبر پښتونخوا په نوښار او کوټه کې دوه مرکزونه قایم کړي چرته نه چې به افغانان ستنیږي.

د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر آپريدي وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا امله طورخم او چمن پولې تړلې کېدو سره د افغان مهاجرينو د رضاکارانه واپسۍ عمل ودرېدلی و. هغه وویل افغانان په په هفته کې دوه ورځې د ګل، دوشنبې، او د نهې، سه شنبې، په ورځ بېرته سفر کوي.
قېصر افریدي وویل کرونا وایرس د مخنیوي دپاره دوی ګامونه اخیستي دي او کډوالو ته به د مخ پټوولو دپاره ماسکونه ورکړی کېږې او په نورو اقداماتو به هم عمل کولی شي.

نوموړوي زياته کړه چې کوم کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کېږي نو هغو سره يو اين ايچ سي آر مالي مرسته هم کوي. " چې کله دوي واپس افغانستان ته لاړشي نو هلته چې زمونږه کوم انکېشمنټ سنټرز دي نو هغه هم به د ګل ورځې نه وخلۍ تر زيارت ورځې پورې به پرانستې وي نو هلته کې بيا سړي سر ۲۵۰ ډالره ورکړې کېږي"

د ادارې د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زيات اته لکه او پينځيويشت زره رجسټرډ افغان مهاجرين په بېله بېلو سيمو کې ژوند کوي۔

د پېښور خراسان کيمپ کې ميشت د افغان کډوالو د شورا مشر نورالله سالرزۍ وي او ای ډيوه ته وويل چې بايد د افغانستان حکومت هغه افغان کډوالو د پاره د استوګنې او د روزګار زمينه برابره کړي څوک چې د پاکستان نه په خپله خواښه واپس ځي. " دومره بوديجه دوي نه لري چې هلته ځان لا کور جوړ کړي او کاروبار روان کړي نو د افغانستان حکومت ته پکار دي چې دوي له مستقل کورونه جوړ کړي، افغانستان جلااباد کې خو په اربونو اېکړه دشتې دي داسې نور ډېر ځايونه شته چې هلته دوي د پاره کورنا جوړېدلې شي"

د اسټبلشمنټ د پاره د پاکستان د وزير اعظم صلاح کار محمد شهزاد ارباب د مهاجرينو د پاره پېښور کې د سکول د پرانستې دستورې په مهال وېنا وه چې پاکستان څو لسيزو راهسې افغان مهاجرين په خپله خاوره وساتل نو اوس پکار ده چې افغان حکومت ترڅنګ نړېوالې ادارې د افغان کډولو په خپل هېواد کې د اباد کارې ده پاره ګامونه پورته کړي۔

" مونږه خو څلوېښت کاله دوي په دې ملک کې ساتلي دي او مونږه پرې خوشاله يوو ځکه چې زمونږه روڼه دي خو يو وخت داسې وي چې دوي خو به ځي کنه نو هغې د پاره زما خيال دې چې بېن القوامي برادري او افغان حکومت دا زمه داري ده چې دوي ته فنډونه ورکړي او او دوي د پاره داسې حالات جوړ شي چې دوي واپس لاړ شي په خېر سره"

د کډوالو نړي والې ادارې يا يو اين ايچ سي آر د شمېرو ترمخه په پاکستان کې رجسټرډ شوي څه د پاسه ۱۴ لکه افغان کډوال ژوند کوي ۔ دغه شمېرې په پاکستان کې غېر رجسټرډ کډوالو څه د پاسه څلورلکه ښايي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG