لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په خېبرپښتونخوا کې د کابل سیند اوبه په کیمیاوي موادو ککړې دي


په کابل کې د کابل دریاب
په کابل کې د کابل دریاب

د افغانستان څخه پاکستان ته داخل شوی د کابل سيند د خېبرپښتونخوا د یو شمېر سیمو نه تېریږي او اوبه یې په لویه پېمانه د څښلو او د زراعت دپاره استعمالېږي خو د چاپېریال ماهرين وايي چې د سیند په اوبو کې د پېښور او نورو ښارونو او د صنعتونو خېچنې اوبه ورگډېږي چې له وجې یې اوبه صفا نه دي پاتې شوي او زیانمنې دي.

د پېښور پوهنتون د ماحالياتو څانگې پروفيسر ډاکټر سردار خان وايس اف امريکا ډيوه نيوز تا وويل چې پيښور کې د کارخانو او د ښار د ابادۍ ټولې ګنډه اوبه کابل سيند تا پريوزې چې له امله يي په سيند کې خیچن والی زیات شوی دی.

سردار خان وویل دپيښور ښار او حيات آباد صنعتونو خرابو اوبو کې ټاکسک ايليمنټس يعنې زهريله مواد چي پکې سيسه، کروميم او نورې کیمیاوی مادي شاملې دي چې په نتیجه کې یې د سیند په اوبو کې د کیمیاوي موادو ککړتیا زیاته شوې ده.

نوموړي زياتا کړه چې ترقيافته هېوادونو کې ناپاکې اوبه صفا کولو او د خیچنو اوبو نه د زهرجنو موادو لرې کولو دپاره واټر ټريمينټ پلانټس جوړ کړې شوی وي خو په خېبر پښتونخوا کې داسې قسمه څه انتظام وجود نه لري چې سیند ته تلونکي خیچنې اوبه صفا کړی شي.

د پروفیسر سردار خان ترمخه، په پېښور کې د ککړو اوبو صفا کولو څلور کارخانې وې، یوه په چارسده روډ، یوه په کوهاټ روډ، بله کارخانه په انډسټريل اسټېټ کې او څلورمه د اوبو صفا کولو کارخانه په زرعۍ پوهنتون کې وه خو اوس ټولې ناکاره دي.

د پېښور زرعي پوهنتون پروفيسر ډاکټر محمد جمال خټک وېنا ده چي د پېښور حيات آباد انډستريل سټېټ نا خارجيدونکو اوبو یې تحقيق کړې دی او وايي دغه اوبه د فصلونو د اوبه خور دپاره استعمالیږي.

جمال خټک وویل د دریو هغو فصلونو معاینه یې وکړه چې اوبه خور یې د حیات اباد د کارخانو نه په خارج شويو اوبو کړی و. په دغه فصلونو کې گازرې، ټماټر او غنم شامل وو. "کله چې مونږ د ګازرو معائنه وکړه نو هغې کې د سيسه يعنې ليډ مقدار ډير زيات و او هم دغه شان کومې سبزې په ځمکه کې دننه پيدا کېږي هغې کې هم دغه اوبو له جې بيله بيل دهاتونا په زيات مقدار کې جمع کېږي چې د انساني صحت لپاره خطرناک دي."

د نړيوال بېنک د شميرو ترمخه د کابل سيند د افغانستان په نهو ولایتونو کې د اووه مېلینو نه زیاتو خلکو دپاره د صفا او څښلو اوبو لویه زریعه ده. په خېبرپښتونخوا کې د کابل سیند د پيښور، چارسدې او د نورښار ضلعو نه تېریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG