لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې په کې اېډز په تیزۍ خوریږي


ډاکټران وایي په پاکستان کې زیاتره اېچ آی وي یا د اېډز وایرس، د مستعملو او ککړو سرېنجونو له طریقه انتقالیږي
ډاکټران وایي په پاکستان کې زیاتره اېچ آی وي یا د اېډز وایرس، د مستعملو او ککړو سرېنجونو له طریقه انتقالیږي

د ډسمبر ړومبۍ نېټه، په نړۍ کې د اېډز ناروغۍ پرضد د مبارزه ورځ ده چې په بیلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

نړېوال سازمانونه وایي چې په پاکستان کې د ٢٠١٨ کال د شمېرو له مخې، ١٦٠،٠٠٠ کسان او په افغانستان کې ٧٢٠٠ کسان د اېډز په ناروغۍ اخته دي.

د ملگرو ملتونو د اېډز د مخنیوي ادارې په ٢٠١٨ کال رپوټ کې خپل ویلي دي چې د پاکستان په ١٦٠،٠٠٠ اېډز مریضانو کې، ۴٨٠٠٠ یې زنانه دي. همدا شان له ٢٠١٠ کال راهیسي په پاکستان کې د اېډز له امله د مرگ شرح، له ٣٥٠فیصدو هم زیاته شوې ده.

د اېډز ښکار تنانو سره د مرستې د پاره د جوړ تنظیم، APLHIV د خېبرپښتونخوا د څانگې مشر محمد شفیق وایي، اېډز مرض هم د نورو مرضونو په شان یوه عامه بیماري ده خو دې رنځ سره ډېرې بې بنیاده خبرې تړلې شوې دي.

هغه زیاتوي: "د اېډز په وایرس اېچ آی وي اخته کس، چېرته هم په ښکاره نشي ویلي چې زما اېچ آی وي دی، په دې بیا ورته خلک په داسې انداز سره گوري او مختلف خبرې کوي چې گني دا خو د الله تعالي له طرفه پر ده باندې یو عذاب دی، مطلب ضرور خدای نخواسته کوم غلط کار یې کړی دی. خو داسې څه خبره نشته، ځکه زمونږ کوم اېډز ناروغان چې دي، ٣٧ـ٣٨ فیصده هغه نشه یان دي چې ځانونو ته ستنې لگوي."

ملگري ملتونه وايي پاکستان د نړۍ په هغو ١١ هېوادونو کې دی چې اېډز په تیزۍ سره په کې خوریږي، او په هغو پنځو هېوادونو کې دی کوم چې په کې تر نیمایي زیاتو مریضانو ته دا علم نه وي چې دوی د اېډز ښکار شوي دي.

په پاکستان کې د اېډز وېړیا درمنله کیږي، او د خېبرپښتونخوا په سوات، پېښور، بنو، مردان، اېبټ آباد او کوهاټ کې له ٨ نه زیات د وېړیا درملنې مرکزونه موجود دي.

بل اړخ ته، نړیوال روغتیايي سازمان ویلي چې په افغانستان کې۷۲۰۰ کسان د ایډز په ناورغۍ اخته شوي دي. د افغانستان د صحت وزارت بیا وایي چې له دوی سره دا مهال ۲۸۸۳ هغه کسان چې د ایډز په ناروغۍ اخته دي ثبت دي، او هلته یې هم وېړیا درملنه کیږي.

ډاکټران وایي چې اېډز د نورو ناروغیو په شان یوه ناروغي ده، خو په معاشرې کې بد گڼل کیږي او له همدې امله پرې اخته کسان، په ټولنه کې ځان یوازې او له نظره لوېدلي احساسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG