لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي په پوځ دبرید اؤ دکرکټ سیالۍ په مهال د"بدتمیزۍ" معامله یې افغانستان سره راپورته کړې ده


د پاکستان خارجه وزارت
د پاکستان خارجه وزارت

پاکستان وایي دپولې دپورې غاړې نه دحملو اؤ دایشیا کپ کرکټ دسیالۍ په مهال یې دافغان لوبډلې لخوا د راپیدا کړل شوي تاؤ تریخوالي معامله یې دافغان حکومت سره راپورته کړې ده.

د زیارت یا پینجشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو د دخارجه دفتر د ویاند له قوله ویلي چې دافغانستان دپولې دپورې غاړې څخه شوي برید کې د دریوؤ پاکستاني عسکرو د وژنې معامله دافغان حکومت سره راپورته کړل شوې ده .

ویاند ویلي افغان چارواکو ته ویل شوي چې دولت یې باید دداسې پېښو مخه ونیسي اؤ راتلونکي کې دې دداسې رقم پېښو نه رامنځته کیدل باوري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي وؤ، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي سیمه کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي.

ددې برید ذمه واري که هرڅو پاکستاني طالبانو پغاړه اخستې وه خو پرون چهارشنبه دطالبانو دحکومت یو ویاند بلال کریمي په ټویټر لیکلي وؤ، تیره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې "ډېورند کرښې" ته نزدې پوسته جوړه کړي، په دغه مهال بيا د دواړو خواو نه ډزې شوي او مرګ ژوبله پکې شوې ده.

افغان ویاند ویلي وؤ "د اصولو له مخې بايد د ډېورنډ کرښې ته نزدې پوستې او پوځي څوکۍ جوړې نه شي خو تيره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې کرښې ته نزدې پوسته جوړه کړي"

دپاکستان دخارجه دفتر ویاند دا هم ویلي چې پاکستان په متحده عرب اماراتو کې دایشیا کرکټ کپ دسیالۍ په مهال دافغان لوبډلې لخوا په رامنځته شوي تاؤ تریخوالي (چې دپاکستان جیو ټي وي ورته خپل رپورټ کې دترجمان له خولې دافغان لوبعاړي بدتمیزي ویلې ده) افسوس ښکاره کړی اؤ زیاته کړې یې ده چې د دواړو وروڼو هیوادونو د ولسونو ترمنځ دداسې پېښو ګنجایش نشته.

په اووم ستمبر د افغانستان او پاکستان د سيالۍ په وخت د افغان لوبغاړي فريد او پاکستاني لوبغاړي اصف ترمنځ شخړه هغه وخت جوړه شوې وه چې فريد اصف ته بال کولو او هغه يې اوټ کړی وو.

د يادې پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو ګڼو کسانو په دواړو لوبغاړو د بندېز، د افغانستان د لوري نه په اصف د بندېز او د پاکستان د لوري نه په فريد د بنديز لګولو غوښتنې شوې وې.

د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] وروسته وویل ، د افغانستان فريد احمد او د پاکستان اصف علي د ايي سي سي د قاعدې د سرغړونې په سر جرمانه کړی شوي دي.

په ډیورنډ پوله د تازه رامنځته شوي جنجال په اړه د چهارشنبې په ورځ په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان د وي او ای ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ "زما په خيال د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ جنجال بيا د جوړېدو په حال کې دی چې دغه رنګه حالات جاري دي، باوجود د دې چې د پاکستان د پوځ ژبه سخته هم نه ده".

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، په دې پېښه د پاکستان د پوځ او افغانستان کې د طالبانو د حکومت اختلافي بيانونه مخې ته راغلي دي خو ټي ټي پي بيا د دغه بريد ذمه واري منلې نو د هغه په نظر دا اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دپاره يو چېنلج دی ځکه چې پاکستان ښکاره ویلي د افغانستان خاوره يې پرضد استعمال شوې او ټي ټي پي يې ذمه واري منلې ده.

دطاهر خان په وینا ښايي "دا د طالبانو په حکومت فشار هم سېوا کړي"

څېړونکي وایي په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ‌ افغان طالبانو اړیکې په یو شمیر معاملو دخرابېدو لوري ته روانې شوې دي اؤ افغان طالبانو دپاکستان هغه هېلې نه دي پوره کړي چې پاکستان ترې لرلې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG