لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان سره په ٢٠٠ کلومیټره سرحد ازغن تار لگول شوی دی


د پاکستان یو چارواکي ویلي د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لگولو او د امنیتي پوسټونو د جوړولو کار په سم ډول روان دی، سره ددې جې په ورستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونوخونړۍ نښتې شوي او په سیمه کې نور جغرافيي مشکلات هم موجود دي.

دغه پاکستاني چارواکي چې د ازغن تار د لگولو په منصوبه کار کوي، د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل تر دا وخت د ٢٠٠ کلومېړو نه زیات سرحد باندې ازغن تار لگول شوی دی.

پاکستان په کال ٢٠١٧ م کې په یو اړخیزه توگه د افغانستان سره د ډیورنډ لاین نومې سرحد باندې د ازغن تار لگولو کار پېل کړو. افغانستان د پاکستاني گام مخالفت کوي. پاکستان وايي په پوله تار لگول د ترهگرۍ په ضد د کوښښونو برخه ده.

د پاکستانۍ منصوبې ترمخه د افغانستان سره په پوله درې مېټره اوچت غبرگ تار لگول کیږي دچې خپل منځو کې دوه مېړه فاصله لري. د غبرگو تارونو په سر اغزن تارونه لگیدلې دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي د وي او ای سره د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې تراوسه ١٥٠ نوي پوسټونه او کله گانې جوړې شوي دي او تر د کال ٢٠١٩ پورې به ټولې ۴۴٣ کله گانې او پوسټونه مکمل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد ٢٦١١ کلومېړه اوږد دی.

افغانستان وايی په ډیورنډ کرښه تار پښتانه د یو بل نه بیلوي.

د وي او ای سره خبرو پاکستاني امنیتي چارواکي وویل د افغانستان سره په پوله د تار لگولو کار یې د ټولو اړونده فریقینو سره د مشورې ورسته پیل کړی دی چې پکې امریکا او افغانستان هم شامل دي.

خو ددې باوجود د افغانستان او پاکستان ترمنځ وخت په وخت د پولې په سر اختلافات راپورته کیږي.

په ورستۍ ورځو کې افغان چارواکو ویلي پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت کې د افغانستان په سرحدي سیمو توپخانې ورولي. پاکستان دا خبره ردوي.

د اپریل د میاشت په ١٥ مه نېټه د پاکستان په کرمه قبایلي سیمه او د افغانستان خوست ولایت کې په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو په ډزو کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

په عین حال کې افغان چارواکو دعوه کړې چې پکتیا ولایت کې د افغانستان په خاوره دپاکستان پوځ خپلې جوړې کړې امنیتي پوسټونه افغان ځواکونو ته سپارلي اؤ ژمنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې به په ګډه پوله دتنصیباتو په جوړونه کې د دقت څخه کار اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG