لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باډر سره ګېرپاته شوو افغانانو باندې پاکستاني پولیسو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن په پوله د پرون ورځې د احتجاجونو وروسته، د اتوار/یکشنبې په ماخوستن، د لسو بجو نه بیا تر دولس بجو پورې سرحدي دروازه پرانېستل شوه او په چمن کې بند پاته سلگونه افغانان، افغانستان ته ستانه، او په سپین بولدک کې بند پاته په سلگونو د چمن ځایي خلک او افغان مریضان، پاکستان ته ورواووښتل.

ویل کیږي چې د پروني احتجاجونو پر مهال، پاکستاني چارواکو، ګېرپاته شویو افغانانو ته وعده کړې وه چې تر ماښامه پورې به د افغان طالبانو سرہ خبرہ کوي.

رائټرز خبري ادارې رپوټ ورکړی چې سلګونه تنه افغانان چې چمن باډر باندې پاکستان اړخ ته ګېر پاته دي، د اتوار/یکشنبي په ورځ احتجاج وکړ او د پولې په امنیتي ځواکونو باندې یې د کاڼو ګوزارونه وکړل. هغوی غوښتنه کوله چې د افغانستان سره سرحدي دروازه دې د دوی په مخ بېرته خلاصه کړل شي.

په جواب کې، پاکستاني ځواکونو په دوی باندې اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړ چې د قهرجنو مظاهره کوونکو ګڼه ګوڼه، خوره وره کړي.

د عبدالمنان په نوم یو ۶۲ کلن افغان رائټرز خبرې ادارې ته ویلي، "[دلته خلک] سخت په عذاب دي، خواشیني ده، وایي هسې مونږ ته لږ څه لار راکړي چې مونږ تر خپلو کورونو یا ترخپله ځایه پورې ورسیږو. مونږ په تنګ شوو، ورغلو، هغو راپسې راواخیستله. دلته ډېره یخني ده، مونږ یې برباد کړي یو.»

یو بل افغان، عبیدالله رائټرز ته وویل، دوی غواړي چې سرحدي دروازده دې فوري توګه بیا پرانېستل شي. هغه په دې اړه وویل: «نن اتلسمه ورځ ده چې دلته راغلي یو. دوه زره انسانان ناست دي، یخني خلک درپه دره کړل، مړه یې کړل، ټوک ټوک شول. نه ډوډۍ چا ته رسیږي، نه چای چا ته رسیږي، نه څوک خرچه لري. سپین ږیري، زنانې، ماشومان، دا ټول دلته بند پاته دي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن پوله قریب درې هفتې راهیسي بنده ده. د رائټرز خبري ادارې لیکلي، پاکستاني چارواکو ویلي چې دا باډر په موقتي توګه د هغو افغانانو د جوپې جوپې راتلو د وېرې بنده شوې چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس کوشش کوي خپل وطن پرېږدي او وتښتي.

څه موده وړاندې دا هم ویل شوي و چې د چمن پوله د افغان طالبانو لخوا بنده شوې او پاکستاني چارواکو ګني ویل د دوی له اړخه کوم ممانعت نشته. دا هم ویل کېدل چې د کندهار دپاره د طالبانو والي/ګورنر امر کړی چې دا پوله دې بنده شي ځکه د هغه په باور، پاکستانیانو د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کاوه.

د تورخم نه وروسته، چمن باډر د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه لویه سرحدي دروازه ده چې د مسافرو او تجارتي ګاډو د تګ راتګ دپاره لاره لري.

د چمن او سپین بولدک ترمنځ دغه سرحدي دروازه په عادي حالاتو کې هم افغانستان او هم پاکستان ته ډېره زیاته تجارتي ګټه رسوي. د امن په حالاتو کې چې دا سرحدي لاره پرانېستې وي، نو هره ورځ د تجارتي مالونو قریب زر (۱۰۰۰) ټرکونه په دې پوله اوړي رااوړي.

یاده دې وي چې همدا تېره هفته د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي کابل ته ولاړ او هلته یې د طالب مشرانو سره ملاقات کې، د نورو موضوعاتو ترڅنګ، په طورخم باندې د خلکو او تاجرانو په تګ راتګ هم خبرې وکړې.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق وویل، د دواړو ملکونو ترمنځ د طورخم لار به 24 ګنټې خلاصه وي. محمد صادق پخپل ټویټر پاڼې ولیکل چې افغان تاجرانو دپاره به په طورخم د یوې میاشت ویزه ورکول کېږي.

هغه دا هم وویل طورخم دلارې پاکستان ته تلوونکو افغانانو دپاره به د کرونا وایرس معلومولو دپاره د پي سي ار ټېسټ شرط ختم کړی شو.

مګر په دې کې، د چمن سرحدي دروازې په اړه څه ونه ویل شول او داسې ښکاري چې په دې برخه کې د پاکستان او د افغان طالب چارواکو ترمنځ د حل کومه لاره نده موندل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG