لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ډیورند کرښه تازه نښتې ـ پاکستان وایي د اغزن تار لگولو ته به دوام ورکړي


واشنگټن ـ د پاکستان پوځ وایي چې په افغانستان کې دیره "ترهگرو" نن د اتوارـ یکشنبې په ورځ پر پوله باندې د اغزن تار اچولو پر پاکستاني ټیم برید کړی او یو عسکر یې وروژلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند، میجرجنرال آصف غفور ویلي چې د پولې پر سر دغه برید، د شمالي وزیرستان په سیمه کې ترسره شوی او د یو عسکر د وژل کیدو برسیره، پکې یو ټیټ رتبه افسر هم ټپي شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه: «د خاورې یو بل بچي، کله چې یې د پاکستان ـ افغانستان سرحد خوندي گرځاوه او د ترهگرو پر مخ یې لاره تړله، خپل ژوند قربان کړ. موږ به انشا الله د اغزن مزي غځولو کار بشپړ کړو. د دوه اړخیزو گټو دپاره، د افغانستان همکاري په کار ده.»

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش، امریکا غږ ډیوه ته وویل چې د پیښه، د پاکستان د پوځ او د ځایي خلکو ترمنځ شوې ده.

د پاکستان پوځ څه د پاسه یو کال مخکې، له افغانستان سره پر گډه پوله، په یو اړخیز ډول د اغزن مزي په لگولو پیل وکړ او هدف یې دا وښود چې غواړي د پولې له دواړه غاړو نه د ترهگرو تگ راتگ بند کړي.

د اتوار ورځې له برید نه وړاندې، آصف غفور په یو بیان کې یاده کړې وه چې د پولې له هغې غاړې، د اغزن مزي غځولو پر ټیمونو باندې د ترهگرو په بریدونو کې ټولټال اووه عسکر وژل شوی او نزدې ۴٠ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي وروسته له هغه چې پاکستان د ترهگرو پرضد عملیات وکړل، نو د پاکستاني طالبانو په مشرۍ تندلاري له سرحده په اووښتلو سره، د افغانستان "د حکومت له واک وتلو" سیمو ته تښتیدلي، هلته یې اډې جوړې کړي، او له هغو پناه ځایونو نه تروریستي بریدونه سمبالوي.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې په تیرو څلورو میاشتو کې "ترهگرو" د پولې پر غاړه نزدې ٢٠٠ د "ډزو او چاپو وهلو" بریدونه کړي دي، خو زیاتوي چې پوځ د اغزن تار په غځولو کې "مطلقه اراده لري" او داسې بریدونه به یې مخه ونه نیسي.

د سرحد په هکله د افغانستان ملاحظات

افغانستان د تاریخ له لحاظه، پر سرحدي کرښې چې په ١٨٩٣ کال کې د برطانیې د واکمنۍ پر مهال ایستل شوی و (د ډیورند کرښه)، دعوه لري او کابل د پاکستان د سرحدي امنیت د پلان مخالف دی.

خو اسلام آباد د افغانستان اعتراض په کلکه ردوي او وایي چې په ١٩۴٧ کې کله چې پاکستان له برطانیې آزادي واخیسته، دغه نړیواله پوله ورته په میراث پاته شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تعیین شوي حدود، یقیناً په نړیواله کچه پیژندل شوی سرحد دی.

د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند، جنرال محمد رادمنش، امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې، د ډیورنډ پر کرښې اغزن تار لگول، د قبایلو جلا کول وبلل او زیاته یې کړه چې: «موږ تل نړیوالو مراجعو او پخپله پاکستان ته ویلي چې په ټولې نړۍ کې انسانان د وروڼو په شان سره ژوند کوي. د قبایلو جلا کول او داسې په ډراماتیک ډول د داسې تارونو او کانالونو ایستل هیڅ گټه نه کوي، مگر دا چې پاکستان په عمل کې د ترهگرۍ پرخلاف مبارزې کې خپلې ټولنې او ټولې سیمې سره همکاري وکړي».

جنرال رادمنش، د پولې په اوږدو کې د بریدونو په هکله د پاکستان دعوې، "ډراماتیکې لوبې" وبللې. دا چې د افغانستان له نظره، د اغزن تار له غځولو پرته به څنگه د ترهگرو مخه ونیول شي، رادمنش وویل: «ښه او غوره لاره دا ده چې په پاکستان کې دننه د ترهگرو ځالې له منځه ولاړې شي، او هلته چې د طالبانو کومې شورا گانې دي، هغه دې وتړل شي، او په پاکستان کې دې هغه مدرسې وتړل شي چې د افغانستان د جگړې لپاره طالبان روزي.»

د جنوبي او مرکزي ایشیا په برخه کې د امریکې جگپوړې ډیپلوماته الیس ویلز وایي چې ډیورند ته د نړېوالې کرښه په سترگه گوري
د جنوبي او مرکزي ایشیا په برخه کې د امریکې جگپوړې ډیپلوماته الیس ویلز وایي چې ډیورند ته د نړېوالې کرښه په سترگه گوري

د ډیورند د کرښې په اړه د امریکې نظر

افغان او امریکایي چارواکي دعوه کوي چې افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې دننه، پناه ځایونه لري او له هغو ځایونو، په افغانستان کې دننه بریدونه سمبالوي. اسلام آباد دا تورونه نه مني او په دې باور دی چې د سرحد انتظامیه پلان به یې بالاخره په دې کې مرسته وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اندیښنې له منځه ولاړې شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد لانجه، تیره اونۍ د امریکې د کانگرس په یوې غونډې کې هم یاده شوه.

د کانگرس غړي، براډ شیرمن، د سیمې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له ځانگړې ډیپلوماتې، الیس ویلز نه وپوښتل چې آیا امریکه د ډیورند کرښې ته د یو نړیوال سرحد په سترگه گوري کنه.

میرمن ویلز ځواب ورکړ چې: «ډیورند کرښه د یوې نړېوالې پولې په حیث ده...موږ ورته په همدې سترگه گورو، هو...».

خو میرمن ویلز دا هم وویل چې واشنگټن د دې کرښې په هکله د افغانستان حساسیتونه په پام کې ساتي.

الیس ویلز زیاته کړه: «خو موږ په دې باور یو چې د سرحد انتظام به هغه وخت په بهترینه وجه یې وشي چې دواړه هیوادونه په گډه یو د بل سره کار وکړي.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG