لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان: غواړم چې په افغانستان کې امن راشي


د افغانستان سره په پوله د مومند قبایلي ضلعې په د غلنۍ کې د لوبو په مېدان کې يوې دستورې ته خپله وينا کې عمران خان وويل چې خدای دې وکړي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامه کامیابه شي ځکه چې دا د دواړو هېوادونو د ولس په گټه ده
د افغانستان سره په پوله د مومند قبایلي ضلعې په د غلنۍ کې د لوبو په مېدان کې يوې دستورې ته خپله وينا کې عمران خان وويل چې خدای دې وکړي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامه کامیابه شي ځکه چې دا د دواړو هېوادونو د ولس په گټه ده

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي غواړي چې په جنګ ځپلي افغانستان کې امن راشي.

د افغانستان سره په پوله د مومند قبایلي ضلعې په د غلنۍ کې د لوبو په مېدان کې يوې دستورې ته خپله وينا کې عمران خان وويل چې خدای دې وکړي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامه کامیابه شي ځکه چې دا د دواړو هېوادونو د ولس په گټه ده.

عمران خان وویل په افغانستان کې د امن له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت وده ومومي او د خېبر پښتونخوا د نویو ضلعو او د افغانستان ولس به ترې اقتصادي گټې ترلاسه کړی شي.

عمران خان په خپله وينا کې د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د لوړي مراسمو او کورونا وايرس د خورېدو په اړه هېڅ ونه وېل.

خو پاکستاني وزیراعظم بیا د ټوېټر د لارې اشرف غني ته د صدارت سوگند په پورته کولو مبارکي او د افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه. "پاکستان به په سیمه کې د امن او ثبات دپاره هر ممکن کوښښ کوي."

افغان اولسمشر اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ د صدارت د دویمې دورې سوګند په داسې حال کې پورته کړو چې د په صدارتي انتخاباتو کې د هغه حریف عبدالله عبدالله په متوازي دستوره کې لوړه وکړه.

د اشرف غني د سوگند پورته کولو په دستوره کې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر سکاټ مېلر هم شامل و. د نړۍ يو شمېر هېوادونو اشرف غني ته د مبارکۍ پېغام ورکړل.

د دې ترڅنګ په نړۍ کې د کورونا وايرس د خورېدو وروستو په پاکستان کې هم اووه کېسونه رپورټ شوي خو وزيراعظم عمران خان تر دې دمه د دې مرض د مخنيوي لپاره پورت شویو ګامونو په اړه په اولسي کچ کومه وينا نه ده کړې.

دې دستورې ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان او د دفاع وزير پروېزخټک هم ويناوې وکړې.

دستورې ته په وينا کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان وويل چې عمران خان د پخوانۍ قبايلي سيمې د اولس سره کوم لوظونه کړي وو، ټول يې پوره کړي. خاصه دارو ته يې د پوليس درجه ورکړه، عدالتي نظام يې هم غځولی. د احساس کفالت پروګرام پرانسته وشوه او د دې سيمو د پرمختيايي پروژو لپاره يې ۸۳ اربه روپۍ مختص کړې دي.

د ځايي خلکو په وينا چې دوی د وزيراعظم عمران خان د دورې نه ډېر اميدونه لرل خو له بده مرغه کوم لوی اعلانونه ونه شو

يو ځايي ځوان مراد افغان ډيوه ته وويل، د دوی امید و چې عمران خان به په دې دوره کې د کالجونو، پوهنتون د څانګې، د ورانو ودانيو د بيا ودانۍ او د ګورسل لارې د پرانستلو اعلانونه کوي خو دا ځل هم لکه تېر په شان د اولس سره يواځې وعدې وشوې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG