د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي زر به د افغان طالبانو سره ویني او غږ به پرې کوي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د امریکې د سفر په مهال په واشنگټن کې د څېړنې ادارې یوایس انسټیټیوټ اف پیس کې د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرو کې عمران خان وویل د وزیراعظم منتخت کېدو ورسته ورسره د طالبان یو پلاوي لیدل غوښتل خو د افغان حکومت د مخالفت لا امله یې طالبانو سره د لیدلو نه ډډه وکړه.
عمران خان وویل اوس یې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني سره خبرې کړې دي او زر به طالبانو سره ویني. هغه وویل د خپل وس هر کوښښ به کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.
عمران خان طالبانو سره د لیدو خبره په داسې حال کې وکړه چې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد د بېن الافغاني مذاکراتو په لړ کې افغان حکومت سره د مشورې او طالبانو سره د خبرو بلې ناستې په غرض د افغانستان او قطر په سفر روان شوی دی.
او صدر ډانلډ ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د عمران خان سره په شریکې خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو سره په خبرو کې ډیر پرمختگ شوی دی. په دغې خبري غونډې کې عمران خان وویل د بل کوم وخت په مقابل کې دا وخت طالبانو سره سولې لوظنامې ته ډیر نژدې شوي دي.
یو اېس انسټېټیوټ اف پیس کې په خپلو خبرو کې عمران خان ومنله چې د پاکستان امنیتي ادارو په هېواد کې د موجودو وسله والو ډلو سره اړیکې لرلې او ځینې ډلې پوځ په افغانستان کې د روس خلاف د جنگ دپاره جوړې کړې وې. خو هغه وویل حکومت یې د امنیتي ادارو دغه تگلاره بدله کړې ده او د وسله والو ډلو د ختمولو دپاره اقدامات پېل کړی شوي دي. عمران خان وویل د پاکستان په خاوره وسله والې ډلې د هېواد په مفاد کې نه دي. هغه وویل د وسله والو ډلو خلاف د حکومتي گامونو په نتیجه کې وسله والو په امنیتي او استخباراتي ادارو حملې پېل کړي دي.
عمران خان ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د امن د بهیر مرسته به کوي. هغه وویل په تېرو وختونو کې پاکستان په بې ځایه توگه د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت کړی دی او خپل بې پلوه حېثیت یې دلاسه ورکړی دی.
عمران خان د یو اېس ايي پي غونډې ته وویل د پاکستان په پخوانیو قبایلي ضلعو کې د پوځ د تگ مخالفت یې کړی وو او په دې سبب ورته د "طالبان خان" نوم ورکړی شوی و. هغه وویل پاکستان ته نه وه پکار چې د ترهگرو خلاف جنگ کې یې د امریکې ملاتړ کړی وی. هغه زیاته کړه چې پاکستان باید بې طرفه پاتې شوی وی.
د پښتون ژغورنې غورځنگ په اړه عمران خان وویل د غورځنگ ځینې خبرې سمې وې او دغه تحریک په قبایلي سیمو کې په خرابو حالاتو د قهرجنو جذباتو نه راپاریدلو خو د تحریک د نیوکو هدف پوځ دی. عمران خان زیاته کړه چې په قبایلي ضلعو کې انتخابات وشول او حالات به سم شي. هغه وویل حکومت یې د قبایلي ضلعو دپاره ډېرې زیاتې پېسې مخصوص کړې دي.