لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په جلال اباد کې خپله قونصلگري وتړله


په کابل کې د پاکستان سفارتخانه
په کابل کې د پاکستان سفارتخانه

پاکستان د افغانستان د ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خپله قونصلگري وتړله او د ولایت په والي یې د قونصلگرۍ په چارو کې د لاس وهنې تور ولگولو.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د جمعې په یو بیان کې وویل قونصلگري به تر هغه وخت پورې تړل شوي وي ترڅو چې د "سفارتخانې د اطمینان سره سم د امنیت انتظامات نه وي شوي."

پاکستاني سفارتخانې په بیان کې وویل چې د ننگرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلگرۍ په چارو کې "بې ځایه" مداخلت کوي چې د کال ١٩٦٣ د هېوادونو ترمنځ د سفارتي تعلقاتو په اړه شوي د ویانه لوظنامې خلاف ورزي ده.

بیان وویل د افغانستان د خارجه وزرات ته یې خواست کړې دی چې په جلال اباد کې دې د پاکستاني قونصلگرۍ د تحفظ دپاره اقدامات وکړي.

د افغانستان خارجه وزارت په سمدستي ډول په جلال آباد کې د پاکستاني قونصلگرۍ د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي. د وزارت په ویب پاڼه په دې لړ کې کوم بیان نه لېدل کیدو.

د افغانستان طلوع خبري ادارې یو رپورټ کې وویل چې پاکستان دغه فېصله پس له هغې کړې چې د ننگرهار والي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان قونصلگرۍ ته ورغلی و.

د پژواک خبري ادارې ترمخه، والي حیات الله حیات د پولیس او د نورو افغان مامورینو ترڅنگ ته قونصلگرۍ ته د هغه کوښښونو په لړ کې ورغلی و چې ژ پاکستان ویزه اخیستونکو دپاره اسانتیاوې برابر کړی شي.

پژواک وايي ښاغلي حیات قونصلگرۍ ته د تگ په مهال موجودو خلکو او خبریالانو ته وویل چې هره ورځ د سلگونو په شمیره کې د هغه خلکو نه شکایتونو ترلاسه کوي چې د پاکستان د ویزې اخیستلو په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

پژواک د ننگرهار د والي له قوله وايي چې د ویزه اخیستونکو دپاره یې د والي د کور اڼگڼ خوښ کړو چې ویزې ته د درخواست ورکولو په وخت هلته پاتې کېږي او په منظه ډول ویزې ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG