لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي: د افغانستان د مسلې حل په جنګ کې نه دی


د پاکستان د خارجه وزارت د بیان ترمخه کریم خلیلي په افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستان د کوښښونو او د افغان کډوالو په کوربتوت کوولو د پاکستان شکریه ادا کړه
د پاکستان د خارجه وزارت د بیان ترمخه کریم خلیلي په افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستان د کوښښونو او د افغان کډوالو په کوربتوت کوولو د پاکستان شکریه ادا کړه

د پاکستان په سفر د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر کریم خلیلي سره ملاقات کې د خارجہ وزیر شاہ محمود قریشی ویلي چې د افغانستان د مسلې پوځي حل نشته او دا مسله د یوازې د خبرو د لارې حل کېدلی شي

د پاکستان د خارجه دفتر د بیان ترمخه شاه محمود قرېشي وویل چې د سیمې امن په افغانستان کې د امن او ثبات سره تړلی دی او په موجوده وخت کې چې په افغانستان کې د امن کومه موقع ترلاسه شوي ده د دې نه ګټه اخیستل پکار دي.

د حزب وحدت اسلامي مشر کریم خلیلي د یو پلاوي په مشرۍ کې د پاکستان په دوه ورځني سفر دی چې په مهال به یې د وزیراعظم عمران خان او د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر سره هم ملاقاتونه کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت د بیان ترمخه کریم خلیلي په افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستان د کوښښونو او د افغان کډوالو په کوربتوت کوولو د پاکستان شکریه ادا کړه.

شاه محمود قرېشي وویل د پاکستان موجوده حکومت د افغانستان سره سیاسي تعلقاتو ته وده ورکوولو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او افغانانو دپاره یې د ویزو نوي تګلاره معارفي کړې ده.

پاکستان ته د کریم خلیلي د سفر په اړه په اسلام اباد کې مېشته خبریال او څېړونکی طاهره خان وویل د حزب وحدت اسلامي مشر د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته راغلی دی او د پاکستان د دې کوښښونو برخه ده چې اسلام اباد یوازې د طالبانو سره نه بلکې د افغانستان د نورو سیاسي او مذهبي ډلو سره هم رابطې لري.

طاهر خان وویل پاکستان دا تاثر ځکه هم دا تاثر ردول غواړي چې د ډېر وخت راهسې پرې امریکا او افغان حکومت د طالبانو د ملاتړ الزام پورې کوي.

په ورستي وختونو کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار هم د پاکستان سفرونه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG