لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ٢٦م اگست پاکستان ته د حامد کرزي سفر


دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وئيلي وؤ دقومي سلامتۍ لپاره دپاکستان دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز دکابل دسفر په مهال افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان ددورې رسمي بلنه ورکړې وه
دميډيا راپورونه وائي افغان صدر حامد کرزى به دپاکستان په يوه ورځني سفر دروانې مياشتې په ٢٦مه نيټه اسلام اباد ته رسيږي.
دپاکستان خارجه دفتر له دې وړاندې وئيلي وؤ چې پاکستان ته دافغان صدر حامد کرزي ددغه سفر په مهال به هغه سره په سيمه ييز اؤ د٢٠١٤م څخه په وروستني صورتحال خبرې اترې کولى شي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وئيلي وؤ دقومي سلامتۍ لپاره دپاکستان دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز دکابل دسفر په مهال افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان ددورې رسمي بلنه ورکړې وه.
حامد کرزى پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو دټول هيواد امنيتي ذمه وارۍ افغان پوځ ته سپارلي اؤ ټاکل شوې ده دراروان کال تر اخره به افغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو وتل پيل شي.
سږکال پاکستان کې په ١١مه مئ دمسلم ليگ(ن) دنوي حکومت دجوړيدو راپديخوا به دا لمړۍ موقع وي چې افغان صدر حامد کرزى به دپاکستان سفر کوي.
تيره شپه قام ته په ټي وي اؤ ريډيو خپله وينا کې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي وؤ چې دافغانستان په اړه تگلاره کې نوؤ اړخونو راسپړلو ته اړتيا ليدل کيږي .
خو دپاکستان پخوانى ډيپلوماټ زاهد سعيد وائي چې په دغه تگلاره کې به سمدستي بدلون راوستل اسان نۀ وي اؤ دغه عمل به يوڅه وخت اخلي.
دسعيد په وينا قبائيلي سيمو کې دتندلارو موجودگي ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې تر ټولو ستر خنډ دى ځکه چې دهغه په قول دغه جنگيالي دواړو لورو ته حملې کوي اؤ ددواړو هيوادونو خاوره ديو بل په ضد کاروي.
پاکستان دافغان طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دجوړجاړي په عمل کې يو داسې هيواد گڼل کيږي چې په دغه اړه يو مهم کردار ادا کولى شي.
افغان صدر حامد کرزى پاکستان ته خپل دغه سفر وروستو له هغې کوي چې په نزدې ورځو کې دافغاني مشرانو له لوري په پاکستان تورونه لگول شوي چې دغه هيواد طالبان پخپل لاس کې نيولي اؤ افغانستان کې دجوړجاړي مخې ته خنډان راولاړوي.
خو پاکستان دغسې تورونه ردوي اؤ وايي افغانستان کې دسولې اؤ ثبات پلوي دى اؤ په دغه لړکې دهيڅ رقم مرستې څخه مخ نۀ گرځوي
XS
SM
MD
LG