لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو سیاستوالو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې 


په قطر کې د افغان حکومت استازو او طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بین الافغان مذاکراتو په څرنګوالي له اتفاق وروسته یوه ګډه اعلامیه کې وویل کاري کمېټۍ دې د خبرو دپیل دپاره دایجنډې موضوعاتو ته ترتیب ورکړي
په قطر کې د افغان حکومت استازو او طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بین الافغان مذاکراتو په څرنګوالي له اتفاق وروسته یوه ګډه اعلامیه کې وویل کاري کمېټۍ دې د خبرو دپیل دپاره دایجنډې موضوعاتو ته ترتیب ورکړي

د پاکستان د خارجه وزارت ترڅنګ په هېواد کې پښتنو سیاسي مشرانو په بېن الافغان مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د ډزبندۍ او سولې دپاره په نیک نېتۍ د کار غوښتنه کړې.

په قطر کې د افغان حکومت استازو او طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بین الافغان مذاکراتو په څرنګوالي له اتفاق وروسته یوه ګډه اعلامیه کې وویل کاري کمېټۍ دې د خبرو دپیل دپاره دایجنډې موضوعاتو ته ترتیب ورکړي.

د افغان سولې د پاره د امريکې ځانګړي استاذي زلمي خليلزاد د دواړو ډلو تر مينځ د پرمختګ هرکلی وکړو او وه یې وېل دغه اتفاق به سياسي تګلاره تشخص کړي او د دایمي اوربند په لور به مذاکرات مخ ته بوځي.

د پاکستان د پارلېمان پخوانۍ غړې او د پښتنو ښځو د حقونو فعاله بشره ګوهر وايي پکار ده چې امريکا او نور ملګري یې د سولې د دغه خبرو د اصولو سره سره د تشدد مخ نيوي يا مکمل اور بندپه حقله هم واضحه اصول جوړ کړي. "دا به بيا کتل غواړي او اور بند به کول غواړي، دا خبرې به د افغانستان د ائين دننه کيږي. دې کې به دې څيز ته خيال کول غواړي چې کومې د ترهه ګري بوځغلي تيارونکي ځايونه يا کارخانې دي هغه به هم بندول غواړي، که په دې منطقه کې مونږ امن غواړو نو د ترهه ګري کارخانې به بندول وي."

بشره ګوهر وايي د هغې په نظر دا هر څه د امريکې له خوا د فشار له وجې کيږي او ډېر څه به راروان کال د امریکې نو منتخب جوبایډن په نوي حکومت باندې اډانه وي. هغه وايي د امن پروژې د پاره د ټولو فريقو په دې خبرو کې ګډون ډېر مهم دي.

د بلوچستان نه د پښتوخوا ملي عوامي ګوند سياستمدار عثمان خان کاکړ هم د امن خبرو د پاره د بېن الافغان ډلو تر مېنځه د خبرو د پاره د اصولو او تګلاره باندې اتفاق ته هرکلی وايي او وايي پکار ده چې د سولې دغه خبرو کې نور هېوادونه مداخلته ونه کړي او دا ټول عمل په ښه ډول نېک نيتۍ سره سر ته ورسي.

هغه وايي د ټولې نړۍ نظر په دې مذاکراتو دی، په تګلاره خو ټول رضا شو خو اوس په سيز فاير يا اور بند باندې هم اتفاق پکار دی. "مذاکرات دي دې د پاره چې په افغانستان کې اور بند وشي او په ښه ازاد ماحول کې د شريک ملک او شريک هېواد په توګه باندې افغان دولت او د هغه اتحاديان او ورسره طالبان په يو ښه او د ورورولۍ او دوستۍ ماحول کې يو بل سره مذاکرات وکړي. د نړۍ ملکونه يو بل سره مذاکرات کوي."

د عوامې نېشنل ګوند پخوانی سېنېتر او د ګوند مرکزي ترجمان زاهد خان وي او ای ډيوې ته وويل د افغانستان د مسلو حل نېک نيتۍ سره راويستل کېدی شي. هغه وويل امريکه او نزدې ګاونډي ملکونو ته هم د سولې د دې خبرو ملاتړ پکار دی.

زاهد خان ووسب په افغانستان کې د امن دپاره په نیک نیتۍ کار پکار دی." نو که دا کيږي چې يو طرف ته وينه توېږي او بل طرف ته دوي وايي چې دا د خېر خبرې کيږي او دا به د امن طرف ته لاړ شي نو دا ممکنه نه ده نو مونږ ځکه وايو چې ډېرې نېک نيتۍ باندې دا هر څه پکار دي."

پښتون سیاست مدارو آفتاب احمد خان شیرپا‌ؤ ه په ټویټر اې وویل امید لري چې دواړه ‌‌‌‌‌‌ډلې به د افغانانو مسئلې په رښتونې د هواروولو کوشش وکړي

د جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې ترجمان جليل جان هم وايي د سياستمدار په حېثيت دوي ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې د خبرو په حقله د دغه پرمختګ هرکلی وايي. "د امن د لارې چې کوم کوششونه کيږي جمعيت علماء اسلام کله هم د هغې په لار کې رکاوټ نه دی جوړ شوی او د هغې د پاره مونږه دعاګانې کړي چې الله دې پاکستان پشمول په هر هېواد کې امن راولي. د جنګ لاره چې ده هغه د تباهۍ لاره ده او د امن لاره چې ده هغه د خوشالۍ لاره ده."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل يو بيان کې په دوحه، قطر کې د امن مذاکرات له پاره د افغانستان دولت او طالبانو دواړو ډلو له طرفه په اصولو او طريقه کار باندې اتفاق کېدو ته هرکلی وېلی دی او ويلي يې دي چې پاکستان به د بېن الافغان خبرو ملاتړ جاري ساتي.


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG