لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاه محمود قریشي: افغانان که غواړي د سولې خبرې کامیابه شي، مونږ دې خپل دوست وگڼي


د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د باندينو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي که افغانستان او پاکستان په يو بل د تورونو لگولو په تیارو کې گیر وي، د غوښتلو باوجود هم د افغانستان د امن او پخلاينې عمل پر مخ نشي تللی.

د اسلام اباد خارجه دفتر کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د خبري کنفرنس پر مهال، ښاغلي شاه محمود قريشي کابل ته د خپل پروني سفر او د هند د واک لاندې کشمير په کشاله خبرې وکړې.

شاه محمود قريشي وویل: افغانانو ته ځان تيار ساتل پکار دې چې ايا پاکستان خپل دوست او که دښمن ګڼي، خو بيا وايي پاکستان افغانستان خپل دوست او نيزدې ګاونډي بلي او بايد چې دواړه هېوادونه په يو بل د تورونو لګولو نه ډډه وکړي.

د ښاغلي قريشي وينا وه چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي، او پاکستان غواړي چې د افغانانو ترمينځ د خبرو له لارې هلته امن او ثبات راشي ځکه چې په افغانستان کې امن تر ټولو زيات د پاکستان په خپله ګټه دی.

څرګنده دې وي چې پرون په کابل کې د پاکستان، افغانستان او چين د خارجه وزيرانو په کچ درې اړخيزه غونډه شوې وه او په هغې غونډه کې درې واړه هېوادونه د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د يوبل سره په همکارې لا نور سيوا کولو پخلا شول.

امريکا او افغانستان له پخوا راهيسې په پاکستان د ترهګرو د پالنې او پناه ورکولو تورونه لګوي خو پاکستان د غه تورونه بې بنياده ګرځوي او وايي چې د ښه او بد ترهګر ترمينځ توپير نه کوي او په خپله هم د ترهګرۍ ښکار دی.

خارجه وزير شاه محمود قريشي وينا وه چې پرون د کابل په درې پريزه غونډه کې د چين او افغانستان د بهرنو چارو د وزيرانو سره ښې او مثبتې خبرې شويدي چې په کې درې واړه خواوې د افغانستان د امن او پخلاينې په عمل او د پرمختيا په چارو وغږيدل.

هغه وایي "پرون ما د افغان دولت چارواکو ته د سي پيک د جاج اخستلو او ددې نه د ګټې پورته کولو لپاره د يو پلاوي پاکستان ته د راليږلو خواست هم وکړو او د پاکستان ددغه وړانديز چين هم ملګرتيا وکړه."

XS
SM
MD
LG