لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېس پي طاهر داوړ د وژنې په اړه په ټوېټر یو شمېر پوښتنې راپورته شوې دي


اېس پي طاهر داوړ (ناست) ته د ترقۍ تغمې لگول کیږي
اېس پي طاهر داوړ (ناست) ته د ترقۍ تغمې لگول کیږي

په ټوېټر خبریالانو او د پښتنو د حقونو فعالانو د شمالي وزیرستان پولیس افسر اېس پي طاهر داوړ د بې درکه کېدو او د مرگ په اړه د تشویش څرگندونه کړې ده او بېلا بېلې پوښتنې یې راپورته کړې دي.

په اسلام آباد کې مېشته پښتون خبریال حسن خان د ایس پي طاهر خان په اړه یو شمېر پوښتنې کړې دي.

حسن خان په ټوېټر لېکلي: "سوال دا دی چې اېس پي طاهر داوړ څه رنگ د اسلام اباد نه وتښتول شو؟ د پولې پورې غاړه افغانستان ته څه رنگ ورسول شو؟ ریاست په خصوصي توگه د پښتونخوا پولیس تر هفتو پورې خاموشه پاتې شو؟ آیا ریاست او کی پي پولیس ته معلومه وه چې طاهر داوړ په محفوظو لاسونو کې دی؟ او د هغه د لټون کوښښونه وه نکړی شول؟ د کمزوري (بنانا ریپبلېک) ریاست علامات دي؟"

په ټوېټر لیکوالانو ویلي حکومت ولې د اېس پي طاهر داوړ په وژل کېدو خاموشي اختیار کړې ده؟

سمیع الحق د پاکستان د کورنیو چارو نایب وزیر شهریار افریدي په مخاطب کولو لیکلي: "ته، مسټر شهریار افریدي، د سنجی دت (د هندي فلمونو اداکار) په رنگ په نیمه شپه په تاڼو لکه د ښکاري مارغه چاپې وهې، د پولیس افسر په بوږنونکې قتل خبره نشې کولی، مټسر طاهر داوړ د اسلام آباد نه وتښتول شو. ته (شهریارافریدي) د قابلیت او د غلطیو د سمولو مشکوکې دعوې کوې."

د پاکستان خارجه وزارت د شورو، چارشنبې، په ورځ وویل افغان مامورینو کابل کې د پاکستان سفارتخانې ته اطلاع ورکړې ده چې د اېس پي طاهر داوړ مړی په ننگرهار ولایت کې موندل شوی دی، د شناخت تصدیق یې د هغه د پېښور پولیس د شناختي کارډ نه شوی دی او جسد به یې په جلال اباد کې د پاکستان د قونلصلگرۍ مامورینو ته وسپارل شي او بیا به د طورخم دلارې پاکستان ته منتقل کړی شي.

د افغانستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل چې د طاهر داوړ مړی د ننگرهار ولایت په در بابا ولسوالۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ وموندل شو.

طاهر داوړ د اکتوبر د میاشت په ٢٧ نېټه د اسلام آباد نه بې درکه شوی و.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ یو فعال مشر اؤ د قبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د وي او ای ډیوه سره مرکه کې ویلي د وژل شوي پښتون پولیس افسر د وژنې پړه که څوک په هره ډله ور اړوي د دوی دعوه په ریاست ده.

محسن داوړ په ټوېټر لیکلي چې د طاهر داوړ د قتل خلاف به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

علي وزیر، د جنوبي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی، د طاهر داوړ په مرگ غفگان څرگند کړی او وايي د هغه په قتل کې ککړ تنان به ښکاره کوي.

علي وزیر لیکلي: "اېس پي طاهر داوړ مونږ ډیر افسوس کوو چې ته مو بچ نه کړی شوې خو مونږ لوظ کړی چې ستا د وینې شیندونکی به دنیا ته ښکاره کوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG