لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي وايي په افغانستان د تورونو پر ځايې دې پاکستان په خپل ګریوان کې وګوري.


تیره اوونۍ په پاکستان کې د پرله پسې بمي بریدونو وروستو څیړنکاران وايي دوي طمه لرله پاکستان به په خپله خاوره د ترهګرو پر ضد غوڅ ګامونه پورته کړي، خو پاکستان د دغه بریدونو تور په ترهګرۍ ځپلي افغانستان اولګوو او ځان يې د خپلو ذمه وارو نه خلاص کړو.

څیړونکي وایي پاکستان کې د ترهګرۍ تازه بریدونو وروستو وسله والو په دغه هیواد کې د خپل موجودیت ډیر ښکاره پیغام ورکړی او د پاکستان د پوځ او حکومت هغه دعوې يې بې ځا یه کړي چې هیواد ېي د ترهګرو نه پاک کړی دی.

د پاکستان پخوانی سینټر اؤ وتلی څیړنکار ښاغلی افراسیاب خټک وایي په افغانستان کې د داعش د توربیرغ لاندې ولاړ زیاتره جنګیالي پاکستانیان دي. هغه وایي که چرې په سیمه کې د القاعده په څیر دداعش پراختیا ته سیمه ایز “لوبغاړي” پخپله ځیر نه شي نو بیا د نړیوال مداخلت احتمال د نظره نه شي غورځیدی.

په افغانستان کې د امریکا پوځونو مشر جنرال نکولسن په یوه ورستۍ اورونه کې کانګرس ته ويلي وو په افغانستان کې د داعش جنګیالۍ ډلې زیات تره وسله والو تعلق د پاکستان قبايلي سېمې اورکزو ایجنسۍ سره دی. نوموړي ويلي وو د پاکستان ترهګرۍ په اړه دوه مخه پالیسو امریکا ډیره مایوسه کړی ده.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر اؤ ددفاعي چارو څیړونکي بریګیډئیر(ر)سعد محمد خان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي پاکستان که هرڅو افغانستان ته د ترهګرو فهرستونه سپاري خو ددې به هیڅ ګټې نه وي. ښاغلی سعد وايي:

“داسې ډیر فهرستونه افغانستان هم پاکستان ته په تیرو وختونو کې سپارلي دي، خو دا د ستونزې د هواري لاره نه ده، پاکستان ته به د افغانستان ګیلو مانو ته ښه په سنجیدګۍ سره غوږ نیول اؤ دغه ګیلې ختمول وي”

نوموړي زیاته کړه ترڅو چې دواړو هیوادونو په اخلاص سره د یو بل د دښمن پاللو نه لاس نه وي اخستی نو شکایتونه له مینځه نه ځي.

ښاغلي افراسیاب خټک د خالي په ورځ دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیشن کې پخپله یوه خپره شوې لیکنه کې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد دوه مخه پالیسو په اړه سختې نیوکې کړي دي.

ښاغلي خټک په دغه لیکنه کې دا غوښتنه هم کړې ده چې پاکستان د کډوالو په شکل کې خپلې خاورې ته د طالبانو د را ننوتلو کوم تړون کړی د هغې جذئیات باید مخې ته راوړل شي چې دغه تړون چا کړی؟ نوموړی وایي کلک باور لري چې د پاکستان پارلمان ته ددغه تړون په هکله هیڅ معلومات نشته.

د افراسیاب خټک په وینا د پاکستان دغه رسمي بیانیه څرګندوي چې دغه هیواد اوس هم د ښو اؤ بدو طالبانو په دریځ ولاړ دی خو دا حقیقت د چا نه پټ نه دی چې دغه ټول طالبان د یو تحریک اؤ یوې مفکورې خلک دي. ” ټول د یو امیر اطاعت کوي، دهغه وفاداردي اؤ دالقاعده په څیر نورو ترهګرو ډلو سره منظمې مرستې کوي ”

ښاغلي افراسیاب خټک پخپله دغه لیکنه کې دپاکستان په میډیا هم کلکې نیوکې

کړي چې افغانستان کې د طالبانو فتوحاتو ته خو په لویه پیمانه کوریج ورکوي خو د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته چې طالبان خپلو کې کوم تړون اؤ نسبت لري په دې هکله یې تراوسه پوښتنې نه دي راولاړې کړي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان نن د خالي په ورځ پخپله یوه اداریه کې لیکلي چې سیهون کې د لال شهباز قلندر په مزار ترسره شوې ځان وژونکې حمله ښایي چې په پاکستان کې اوس هم ترهګر تنظیمونه فعاله دي اؤ خپلې ترهګریزې هلې ځلې په اسانه کولی شي.

دغه اداریه کې لیکل شوي په پاکستان کې به داسې ډیر شواهد موجود وي چې ترهګر د افغانستان د خاورې څخه دپاکستان په ضد فعالیتونه کوي خو پاکستان ته به هم افغانستان ته باور ورکول وي چې دا جنګ د دواړوهیوادونو په شریکه دی.

اداریه کې لیکل شوي چې اوس وخت رارسیدلی باید د پاکستان ریاست د ترهګرۍ ختمولو دپاره ګټور اؤ باوري ګامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG