لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څیړونکي: طالبانو په ضد د پاکستان بندیزونه افغان امن د خنډ سره مخامخ کولی شي


څيړونکی اسماعيل خان هم وايي يو طرف ته د امن مذاکراتو د پاره زمينه تياره شوې او حالات برابر کيږي خو داسې قسمه بنديزونه به امن مذاکراتو کې مشکل پېدا کوي

د افغان طالبانو يو جګپوړي پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کې د پاکستان د خارجه وزارت په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کړی دی او د پاکستاني چارواکو سره به لیدل کوي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې د مطبوعاتو تر مخه د اګست په اتلسمه نېټه د پاکستان د خارجه وزارت له اړخه قانوني احکامات جاري کړی شوي وو چې پکې د افغان طالبانو پشمول د یو شمېر ترهګر ډلو او خلکو اثاثې منجمد کولو، د سفر او وسلو په اړه د بندیزونو حکم ورکړی شوی ؤ.

پیښور کښې څیړونکي وايي په پاکستان کې غېر قانونه پېسو باندې د څارنې ادارې يا اېف ای ټي اېف د خړ لسټ نه د پاکستان نوم وتلو د پاره هڅو او بيا د کال ۲۰۱۵ د ملګرو ملتونو د قرارداد په رڼا کې که يو طرف ته پاکستان د ترهګرو په ضد بندېزونه لګولي او داسې اقداماتو باندې مجبوره دی خو اوسني حالاتو کې د افغان طالبانو سره چې د امن مذاکرات کومه پروسه روانه شوې ده اوس نه وه پکار چې افغان طالبانو نوم هم دغه لسټ کې شامل شوی ؤ.

د ډان ورځپاڼې سره کار کونکی ذوالفقار علي وايي د کال ۲۰۱۵ د ملګرو ملتونو د قرارداد په رڼا کې اوس دا بندېزونه لګول غېر ضروري ځکه دي چې اوس حالات بدل شوي دي ځکه طالبان په رسمي توګه تسليم کړی شوي دي او هر څوک د طالب سره د امن د پاره مذاکرات کول غواړي.

يو طرف ته په قطر کې د امن مذاکرات د خبرو تيارۍ هم کيږي او بل طرف ته پاکستان دا لسټ جاري کړی.

خبریال ذوالفقار علي وايي په "داسې وخت کې چې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته رارسېدلی دی، جارجه وزير او نورو خلکو سره به هغه مذاکرات کوي، قطر کې د انټرا افغان ډائيلاګ د پاره تياريانې شروع دي او بل طرف ته دا وايې چې نه ما په دوی باندې بنديزونه ولګول، نو زما په خیال دې سره به دغه امن مذاکراتو کې خنډ جوړيږي. پکار نه ده چې داسې وخت کې داسې قسمه فېصلې وشي. "

خبريال ذالفقار علي وايي د ملګري ملتونو چې څه قرارداد ؤ نو پکار ده چې هغې نه يې طالب ټوله نړۍ کې ويستلی وی. او پاکستان ته هم په دې وخت کې پکار وو چې دې لسټ کې يې د طالبانو يا د هغوي د مشرانو نو نومونه نه وو شامل کړی.

څيړونکی اسماعيل خان هم وايي يو طرف ته د امن مذاکراتو د پاره زمينه تياره شوې او حالات برابر کيږي خو داسې قسمه بنديزونه به امن مذاکراتو کې مشکل پېدا کوي. "دا اوس د امريکې هم مجبوري ده او د افغانستان د حکومت هم مجبوري ده چې هغوي پښتنه وکړي چې سفري بنديزونه ترې وچت شي. د طالبانو یو مشر سهېل شاهين هم دا خبره کوي چې دې سره به په امن مذاکرات کې مشکلات پېدا کيږي. اوس خبره روغې طرف ته نزدې شوې ده نو پکار ده چې دې ته په عملي نظر باندې وکتلی شي."

څيړونکي وايي د ملګري ملتونو د قرادادونو په رڼا کې پاکستان د ترهه ګرو په ضد اقدامات خو اخلي خو پاکستان ته دا هم پکار ده چې د افغانانو او طالبانو تر خپل میانځه کیدونکی امن مذاکرات په لاره کې څه خنډ وا نه چوي.

XS
SM
MD
LG