لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د طالبانو ۴ نور غړي ازاد کړې دي


افغانستان کې د من د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د نومبر په میاشت کې د پاکستان سفر کړی وو او ددې ورستو پاکستان د طالب مشرانو د ازادولو عمل شورو کړو
افغانستان کې د من د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د نومبر په میاشت کې د پاکستان سفر کړی وو او ددې ورستو پاکستان د طالب مشرانو د ازادولو عمل شورو کړو
پاکستان د طالبانو څلور نور غړي ازاد کړې دي چې پکې د طالبانو د انصاف پخوانی وزیر او د طالبانو په وخت د هلمند پخوانی والي یا گورنر شامل دي.
پاکستاني چارواکو د گل په ورځ مطبوعاتو ته ویلي ازاد کړی شوؤ طالب مشرانو کې د طالبانو د انصاف پخوانی وزیر ملا نورالدین ترابي، د طالبانو د هلمند پخوانی گورنر عبدالباري او دوه نور د طالبانو غړي شامل دي.
د ملا ترابي په حقله ویل کیږي چې د صحت وضعه يي ښه نه ده. د ملگرو ملتونو د وینا ترمخه کال ٢٠٠٩ کې هغه افغانستان کې د طالبانو عسکري مشر په حیث ټاکلی شوی وو او د طالبانو مشر ملا عمر نائب وو.
ویل کیږي چې ملا ترابي به د خپل وزارت په وخت کې کابل کې د انصاف وزارت بهر ناست وو او په لار تلونکو خلکو ته به يي کتل چې آیا شرعې لباس يي اغوستی دی او که نا؟
پاکستان تر دا وخت ١٣ طالب مشران د خپل قید نه ازاد کړې دي خو ملا برادر چې د طالبانو نائب گڼلی کیږي لا تر اوسه نه دی ازاد کړی شوی. ملا برادر په کال ٢٠١٠ کې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیولی شوی وو.
د طالبانو ترجمان د مشرانو د ازادیدو تصدیق کړی دی.
افغانستان کې سولي او مفاهمت په عمل کې د مرستې په خاطر پاکستان د خپل قید نه د طالب مشرانو د ازادولو عمل شورو کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG