لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو ان اچ سي ار: د افغان کډوالو د ښونځیو په درسي نصاب کې بدلون نه دی راغلی


د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې (یو ان اچ سي ار) د دوشنبې په ورځ وویل، په پاکستان کې د کډوالو د ښونځیو په درسي کتابونو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

یو ان اچ سي ار په یو بیان کې ویلي، دوی به د کډوالو په ښونځیو کې د درسي موادو د بدلون په اړه مخکې له د پاکستان حکومت ته خبر ورکوي.

دا پداسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا حکومت د افغان کډوالو په لومړنیو ښونځیو کې د درسي کتابونو د نصاب په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دوی د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې (یو ان اچ سي ار ) ته په یو استولي بیان کې خپلې اندېښنې داسې کتار کړې دي.

۱-د افغانستان بیرغ د انګلیسي کتابونو په هرې پاڼې کې دی.
۲-هند په کې د افغانستان ملګری هېواد ښودل شوی.
۳-د افغانستان او پاکستان پوله په کې د ډیورنډ کرښې په نامه یاده شوېده.
۴-د شپږم ټولګي په کتابونو کې د ګلګت بالتیستان او د کشمیر لانجمنه سیمه د هندوستان برخې ګڼل شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرملتونو ادارې (یو ان اچ سي ار) د خیبر پښتونخوا د حکومتي چارواکو دغو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي دي، د کډوالو په ښونځیو کې د افغانستان له تعلیمي نصاب (کریکولم) څخه کار اخیستل کیږي او دا ددې لپاره چې زده کونکي د بیرته ستنېدو پرمهال د خپل هېواد له تعلیمي سیستم ته اشنا وي.

دوی دا هم ویلي دي چې د کډوالو په ښونځیو کې به هېڅ داسې درسي مواد په زده کونکو باندې و نه ویشي چې پرې خلک نیوکې وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یو ان اچ سي ار ویلي، دوی د کډوالو په ښونځیو کې د زده کونکو لپاره د کتابونو د چاپ لګښت ورکوي.

خو د یو ان سي ار ددغو وروستیو څرګندونو په اړه د خیبرپښتونخوا د حکومت چارواکو لا تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG