لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچېنې: پاکستان به د افغانستان د ملي امنیت سلاحکار سره رسمي چارې نه ترسره کوي


سفارتي سرچینو وي او ای ته وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه کابل ته دا میاشت خپله دوره کې صدر اشرف غني سره د برطانيي د پوځ مشر نېک کارټر په موجودګۍ کې د حمدالله محب د خبرو مسله راپورته کړه
سفارتي سرچینو وي او ای ته وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه کابل ته دا میاشت خپله دوره کې صدر اشرف غني سره د برطانيي د پوځ مشر نېک کارټر په موجودګۍ کې د حمدالله محب د خبرو مسله راپورته کړه

پاکستان به د افغانستان د ملي امنیت سلاحکار حمدالله محب سره رسمي چارې نه ترسره کوي. دا خبره د پاکستان سفارتي سرچینو د جمعې په ورځ وي او ای ته کړې ده.

پاکستاني مامورین وايي ښاغلي محب په ورستیو کې د پاکستان په ضد "ناوړه" خبرې دي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ورستۍ شخړه د دواړو ملکونو ترمنځ تاریخي بداعتمادي څرګندوي چې د ۲۶۰۰ کلومېټره اوږده پوله شریکولو باوجود یې وخت په وخت په سیاسي او سفارتي تعلقاتو کې تاوتریخوالی شي.

د وي او ای رپورټ وايي دا میاشت په ننګرهار کې د یوې غونډې په موقع نه یوازې په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه تکرار کړل بلکې پاکستان یې د "طوایفو کور" وبللو.

پاکستان د طالبانو د ملاتړ خبره ردوي.

د حمدالله محب خبرو پاکستاني مامورینو قهرژن کړل او ویې وېل هغه د ملکونو ترمنځ د سفارتي ادابو توهین کړی.

یو پاکستاني چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل د حمدالله محب په خبرو پاکستان خپل احتجاج افغانستان ته رسولی دی.

دغه چارواکي وویل افغان حکومت ته وېل شوي دي چې پاکستان به د حمدالله محب سره دوه اړخیره رسمي چارې په وړاندې نه بیايي..

سفارتي سرچینو وي او ای ته وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه کابل ته دا میاشت خپله دوره کې صدر اشرف غني سره د برطانيي د پوځ مشر نېک کارټر په موجودګۍ کې د حمدالله محب د خبرو مسله راپورته کړه.

د وي او ای رپورټ وايي د پاکستان د ورستۍ فېصلې په اړه د حمدالله محب د دفتر نه غبرګون ترلاسه نشو.

د وي او ای رپورټ وايي کارټر د افغانستان او پاکستان د نژدې کولو دپاره هلې ځلې په داسې حال کې شروع کړي دي چې نړیوالو ځواکونو د افغانستان نه د انخلا عمل شروع کړی دی.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل چې د می په لسمه نېټه د افغان صدر او پاکستاني پوځ د مشر په ملاقات کې د برطانيي پوځي مشر هم ناست و.

د پاکستان پوځي بیان ووېل د صدر اشرف غني او د جنرل باجوه په ملاقات کې د دوه اړخیزه دلچسپۍ په معاملو، د افغانستان د سولې په بهیر او د دواړو ملکونو ترمنځ د پولې په انتظام خبرې وشوې خو په بیان کې دا نه وو وېل شوي چې ایا د حمدالله محب په څرګندونو هم بحث شوی و او که نا؟

د وي او ای رپورټ وايي دوه کاله وړاندې د امریکې د سفر په مهال د هغه د خبرو په سر واشنګټن هم د حمدالله محب سره د ملاقاتونو لړۍ ودرولي وه خو دغه لړۍ بیا بحال کړی شوي ده.

رپورټ وايي محب په هغه وخت ویلي وو چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره د سولې خبرې شروع کولو دلارې د افغان حکومت کمزوری کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم افغان چارواکي د طالبانو د ورستي تشدد په شا د پاکستان ملاتړ ویني خو د زلمي خلیلزاد په شمول امریکايي چارواکي طالبان د مذاکراتو میز ته په راوستلو کې د پاکستان د کردار ستاینه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG