لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدنو ورستو د طالبانو د پوځ د مشر مرستیال وایي, بزدلان نه د ي خو دمشرتابه امر ته منتظر دي


په افغانستان کې د طالبانو د پوځ د مشر مرستیال حاجي مالي خان په خوست کې ویلي “بزدلان نه دي” خو د خپل مشرتابه امر ته منتظر دي.

حاجي مالي خان چې د دفاع وزارت یو لوړ پوړی پلاوی هم ورسره ملګری و په خوست کې د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو ورستو یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، امریکا هم ورته هوايي ځواک درلود، خو د هغه په قول ماتې ېې وخوړه.

د وي او ای اشنا څانګې خبر ورکړی چې حاجي مالي خان په کونړ او خوست کې د هوايي بریدنو ورستو وضعې څارلو ته ورغلی ؤ. د خبر تر مخه مالي خان دغلته ناستو خلکو ته ډاډ ورکړو چې:

“طالبان بزدلان نه دي خو د خپل مشر تابه امر ته منتظر دي”

تېره ورځ د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد هم ویلي پاکستان دې د دويي دصبر امتحان نه اخلي، هغه د ېوې رسنۍ سره په خبرو کې دعوا کړې وه چې:

“طالبان که امریکا ته ودرېدلی شو نو پاکستان ته هم ودرېدلی شي”.

تېره ورځ طالبانو ويلي وو چې په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ بمباري کړېده.

د تازه رپورټونو تر مخه تر دې دمه په دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمیر 47ته رسیدلی دی.

د پاکستان حکومت په دغو خبرونو کې د پاکستان د هوايي ځواک په افغانستان کې د حملو تردید یا تائید نه دی کړی خو وايي پلټنې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند پرون عاصم افتخار پرون ويلي، پاکستان څو ځل افغان دولت نه غوښتي چې د سرحدي سیمو خوندیتوب ته پام وګرځوي خو د هغې باوجود ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو لپاره کاروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې پاکستان د افغانستان ازادۍ، خپلواکۍ او سیمه ییزې سلامتۍ ته درناوی.

د بيان ترمخه په 14م اپریل هم شمالي وزیرستان کې د افغانستان څخه ترهګرو برید کړی وو او اووه پاکستاني عسکر یې وژلي وو.

پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په نزدې موده کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

په تیره یوه اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې وسله والو بریدونو کې دنهو پوليسو، په ګډون 23 کسان وژل شوي. د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اپریل په 14مه ویلي وؤ, په تېرو درې میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د د وژلو په رپورټونو ژوره اندېښنه ښودلې ده. یوناما په خپل ټویټر پاڼه غوښتلي چې ملکي وګړي باید هیڅ کله هدف ونه ګرځول شي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG