لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د لوړپوړې امریکایي ډیپلوماته اېلس وېلز د څلور ورځېني سفر اهمیت


د جنوبي ايشيا دپاره د امريکې مرستياله خارجه وزيره ايلېس ويلز پاکستان ته خپل څلور ورځنې سفر پيلوي او هغه به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان اعلي حکومتي، پوځي چارواکو سره ويني او ویل کیږي چې دواړه اړخونه به د سیمې پر حالاتو او همدا شان د امریکا او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزو مسایلو باندې خبرې وکړي.

د امريکا د خارجه چارو مرستياله وزيره ايلس ويلز د جنورې د ١٣ نيټې څخه د سيمې په دوره ده. مېرمن وېلز شري لنکا او هندوستان ته له سفر وروسته پاکستان ته سفر کوي.

د امريکې د خارجه محکمې د بيان ترمخه هغه د جنورې تر ٢٢ نيټې په پاکستان کې پاتې کيږي او دې مهال به د پاکستان د اعلي حکومتي او پوځي چارواکو او د مدني ټولنې د غړو سره ويني.

مطبوعات د پاکستان د خارجه دفتر د سرچينو د قوله ليکي چې پاکستاني چارواکي به د هغې سره د پاکستان او امريکې په تعلقاتو د خبرو ترڅنګ د افغانستان د جوړ جاړي په عمل کې د شوي پرمختګ جاج هم اخستلې شي.

مطبوعات دا هم وایي چې پاکستاني چارواکي به د ايلس ويلز سره د هندوستان د انتظام لاندې کشمير او پدې اړه د هند د يو اړخيز ګامونو معامله هم راپورته کوي.

څيړنکار او خبريال طاهر خان وایي د ايلس ويلز پاکستان ته دا سفر په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان او امريکا ترمنځ تعلقاتو کې تاو تريخوالې کم شوی او اړيکې په ښه ډګر روانې شوي دي.

هغه وایي پاکستان غواړي چې امريکا له هغه سره خپلې اړيکې د افغانستان په تناظر کې ونه ساتي او پاکستان به غواړي چې د هغه سره امريکا اقتصادي تعلقات پراخه کړي او ځنډيدلې پوځي امداد بحال کړي.

اخوا د نړيوالو چارو شنونکی فرحان بخاري وایي دا مهال د پاکستان او امريکې ترمينځ تر ټولو مهمه معامله د افغانستان د امن عمل دی او که د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په خارجه کچه کومه کاميابي د صدارتي انتخاباتو مخکې ترلاسه کولی شي، نو هغه د افغانستان نه د امريکا پوځونه وښکل دي.

هغه وایي دا مهال پاکستان د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دې او که په تور نوملړ کې اچولې کيږي نو دا به اقتصاد ته سخت زيان ورسوي او کيدی شي چې پاکستان د امريکا څخه د دغه فهرست نه د خپل نوم په وښکلو کې د امريکا مرسته او ملاتړ وغواړي.

ښکاره دې وي چې د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي روانه اونې د امريکا سفر هم کړې وو او په منځني ختيځ کې د کشيدګې د راکمولو دپاره د امريکني چارواکوې سره ليدنې هم کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG