د پاکستان مرکزي حکومت د مذهب سپکاوي قانون لاندې د دروغو تور لګوونکي لپاره د سزا ټاکلو په اړه قانوني مسودې نه وروسته شوی.
د بشري حقونو کارکوونکو د پاکستان تحریک انصاف حکومت دغه وروستۍ فیصله د مذهب سپکاوي غلط استعمال مخه نیولو کوششونو لپاره ډېر غټ زیان ګرځولی.
د واکمن تحریک انصاف سره تعلق لرونکي سینیټرشبلي فراز د سیکریټریټ نه د الیکټرانکي جرمونو (ساېبر کراېمز) سره تړلي قانون کې د بدلون مسوده بیرته اخستو درخواست کړی.
په دغه قانوني مسوده کې د مذهب په اړه ددروغو تور لګوونکي لپاره د مرګ سزا ټاکلو او د مذهب سپکاوي تورونو د پلټنو لپاره د اتلسم ګریډ چارواکي د ټاکنې سپارښتنه شوې وه.
سیکریټیریټ ته په درخواست کې ویلی شوي د مذهب سپکاوي قانون کې د بدلون مسوده د مسلم لیګ نون مرکزي کابینې منظور کړې وه او دا چې اوسنی حکومت ددغه مسودې سره څه تعلق نه لري نو ځکه يې ددې د بیرته اخستو فیصله کړې.
دوه ورځې وړاندې د سینټ قایمه کمیټۍ کې د واکمن تحریک انصاف او سیاسي مخالف مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام (ف) سینیټرانو ددغه قانوني مسودې مخالفت کړی وو.
دا په داسې حال چې د پاکستان سپریم کورټ د مذهب د سپکاوي په جرم کې د مرګ سزا سره مخ عیسايي ښځې آسیه بي بي مقدمه کې فیصله خوندي ساتلې. د پاکستان پنجاب صوبه کې د عیسايي اقلیتي ډلې سره تعلق لرونکي مشران تور لګوي ددوي پرضد د مذهب د سپکاوي قانون غلط استعمال په پېښو کې زیاتوالی راغلی.
د بشري حقونو او د انټرنیټ استعمالوونکو د حقونو مبارز اسامه خلجې وايي د حکومت لخوا د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون مسوده بیرته اخستو له کبله ددغه قانون غلط استعمال مخه نیولو کوششونو ته ډېر تاوان رسیدلی.
نوموړي ویلي پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په غلطه توګه استعمالیږي او دا چې ډېر خلک د خپلو ذاتې دښمنو لپاره دغه قانون کاروي.
دوه کاله وړاندې د خیبرپښتونخوا مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د طالب علم مشال خان وژنې په پاکستان او ګرده نړۍ کې ډېرسخت غبرګون راپارولی وو.
د بشري حقونو ډلې د ډېروخت راهسې د پاکستان نه د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلونونوغوښتنه کوي. ددغه بدلون په سر د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر او د اقلیتي چارو پخوانی وزیر شهباز بهټي وژلی شوي.
د سپریم کورټ لخوا د مذهب د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو راوستو احکاماتو ورکولو باوجود نه تېر حکومت او نه اوسنی حکومت د مذهبي تندلارو د یرې له کبله په دې کې د بدلون کولو زړه نه شي کولی.