لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نیویارک کې پاکستانی نژاد پولیس افسر چې په ډزو کې زخمي شوی و وفات شو


فیاض عدید د نهې، سه شنبې، په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه
فیاض عدید د نهې، سه شنبې، په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه

د امریکې په نیویارک ښار کې یو پاکستانی نژاد پولیس افسر چې څو ورځې مخکې په ګولو وېشتل شوی او زخمي و په هسپتال کې يې ساه ورکړه.

د نیویارک پوليس چارواکو ویلي فياض عديد د خپل وراره سره موټر اخیستلو دپاره تللی و چې د مبینه غلو سره د ډزو په تبادله کې هغه زخمي شو.

فیاض عدید د فېسبوک په مارکیټ پلېس د یو اشتهار په لړ کې موټر اخیستلو دپاره تللی و. د پولیس سرچینو ترمخه دغه وخت هغه وخت دوي څه ۲۴ زره ډالره نغدې پېسې وې.

فیاض عدید د نهې، سه شنبې، په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه. پولیس په هغه د ډزو په لړ کې یو تن ګرفتار کړی دی.

د نیویارک ښاروال ایرک ايډمز، د نیویارک پولیس کمشنر سیول، د نیویارک د پولیسو د مرکزي دفتر مشر مدیر او یو شمېر نورو پولیس افسرانو د دغه پېښې غندنه کړې ده.

د نيويارک ښار د پوليسو کمشنر سيول په ټولنيزو رسنيو خپور کړي خپل پېغام کې د فياض عديد په مړينه ویلي:

"پوليس افسر عديد فياض يو پلار، يو خاوند، يو زوي او زمونږ د لوې ښار ساتونکی و. فياض د خالي په شپه ويشتلی شوی و چې نن يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. زمونږ اداره د هغه په مړه ژوره خواشيني څرګندوي او د هغه کورني او عزيزان زمونږ په دعاګانو کې دي."

۲۶ کلن فیاض عدید د تېرو پينځه کلونو راهسې د نیویارک د پولیسو په څانګه کې خپله دنده ترسره کوله. د هغه نه کونډه او دوه ماشومان پاتې دي.

د ډزو د پېښې وروستو د هغه په مرګ کې ککړ کس د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی و خو د پولیسو تر مخه د درې ورځو کوشش وروستو هغه د نیویارک اپ سټیټ کې پوليس نيولی دی. د پولیسو د چارواکو د وېنا تر مخه برید کوونکی چې ۳۸ کلن دی او د رینډي پاپر جونز په نوم پېژندلی شوی دی، د قتل او غلا په هڅه تورن شوی دی او دا وخت د پوليس په ولقه کې دی او د هغه نه نور تفتيش روان دی.

د نيويارک ښار انتظاميې او پاکستاني سفارتي چارواکو او د پاکستاني امریکن ټولنې خېبر سوساېټۍ هم د ځوان کلن پولیس افسر فیاض په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

فیاض عدید د نیویارک په بروکلېن علاقه کې په پولیس کې دنده ترسره کوله چې له امله يې د ټولنې سره نژدې تعلقات لرل. د هغه د مړينې په خبر په نیویارک کې د پاکستاني امریکايي ټولنې غړو په سوشل ميډیا د خفګان او د غمجنې کورنۍ سره د خواخوږۍ اظهار وکړو.

د نيويارک د پوليسو په څانګه کې تر پينځو سوو نه زيات پاکستاني امريکاېي پوليس دا وخت خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG