لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي : د وزيراعظم عمران خان حکومت د تحریک لبېک تګلارې په اړه ګنګس ښکاري 


پاکستان کې د حقونو یوه فعاله سلما جعفر په سماجي وېب پاڼې ټوېټر د عمران خان په بیان لیکلي دي چې اول یې دا ډله ( تحریک لبېک) ترهګره وګرځوله او په دویمه ورځ ورسره خبرې کوي. د تحریک انصاف حکومت ته یقین نشته چې په دې ډله بندېز دی او کنه یا بیا ښه ترهګر دي ؟ 
پاکستان کې د حقونو یوه فعاله سلما جعفر په سماجي وېب پاڼې ټوېټر د عمران خان په بیان لیکلي دي چې اول یې دا ډله ( تحریک لبېک) ترهګره وګرځوله او په دویمه ورځ ورسره خبرې کوي. د تحریک انصاف حکومت ته یقین نشته چې په دې ډله بندېز دی او کنه یا بیا ښه ترهګر دي ؟ 

پاکستان کې يو شمېر څېړونکو، سياسي مخالفينو او د سوشل مېډیا فعالينو د وزیر اعظم عمران خان په هغه وروستي بيان نيوکې کړي چې وایي د حکومت او د غېر قانونه ګرځولی شوې ډلې تحریک لبېک مقصد یو دی خو د هدف ترلاسه کولو لارې يې بدلې دي.

څېړونکي او د سوشل ميډيا فعالينو ویلي دي چې داسې څنګه کېدی شي چې د حکومت او د يو ترهګر ډلې هدف يو وي؟

پاکستان کې د سیاسي او دفاعي چارو څېړونکی ریټاېرډ بریګېډیېر سعد محمد خان وي او ای ډیوه ته ویلي چې “زما په خیال حکومت ته پخپله هم پته نه لګي چې څه وکړي؟ د حکومتي عملداري نشته، قوت یې ختم شوی په یره کې دې او څه طریقه نه ورځي ځکه چې خلک هم د دغه ډلې سره په مرسته کې ولاړ دي.”

سعد وايي بل خوا یوې ډلې بغاوت کړی، په قانون نافذونکو ادارو یې حملې کړي، د هېواد امنیتي مامورین یې په وردۍ کې وژلي او بې عزتي یې ورله کړی او دا هرڅه ځکه کېږي چې ډېر کمزوری دی.

هغه وايي بدقسمتي دا ده چې دا او داسې ډلې چې چا جوړې کړي دي هغوي اول طاقت ورکړلو او چې مظبوطې شوې نو اوس ورسره په جنګ شول ځکه چې هغوي اوس خپله اېجنډا لري.

سعد وايي چې داسې ډلې د خپلو مقاصدو لپاره کارول کېږي موجوده واکمنو هم ددې ډله نه سیاسي ګټه پورته کړی او اوس د حکومت مخالفین هم ددې ډلې مرستې کوي، ددې نتائج به هم دا وي چې اوس مخې ته راغلي.

پاکستان کې د حقونو یوه فعاله سلما جعفر په سماجي وېب پاڼې ټوېټر د عمران خان په بیان لیکلي دي چې اول یې دا ډله ( تحریک لبېک) ترهګره وګرځوله او په دویمه ورځ ورسره خبرې کوي. د تحریک انصاف حکومت ته یقین نشته چې په دې ډله بندېز دی او کنه یا بیا ښه ترهګر دي ؟

سلما جعفر وايي که چرې په تحریک لبېک بندېز ختم کړی شو نو دا به څه حېرانونکې خبره نه وي.

د حکومت مخالفه ډلې پیپلز ګوند یو مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر په ټوېټر لیکلي دي چې ډېره د افسوس خبره ده چې په پارلیمان کې وژلی شوي پولیس عسکر له پامه وغورځولی شول او د تحریک لبېک د وژلی شوو فعالانو د پاره دعا وغوښتې شوه.

په سماجي وېب پاڼو د داخله وزیر شېخ رشید په هغه وېنا هم سختې نیوکې روانې دي چې وايي د تحریک لبېک او حکومت ترمنځه خبرې روانې دي دا پوښتنې کېږي چې که تحریک لبېک ترهګره ډله ده نو بیا ورسره خبرې ولې کېږي.

پاکستان کې د جیو ټي وي د سیاسي چارو په یو پروګرام کې د حکومت مخالفه ډلې مسلم لیګ ن یو مشر او پخواني وزیر خرم دستګیر هغه وډیوه هم په سوشل مېډیا خپره شوې چې پکې نوموړی وايي که چېرې تحریک لبېک ترهګره او غېر قانوني ډله ګرځولی شوې ده نو بیا به ورسره د خبرو اترو څه فانوني حېثیت وي؟

د ګل، دوشنبې، په ماښام قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل چې د حکومت او تحریک لبېک ډلې مقصد یو دی خو د فرانس سفیر د پاکستان نه ویستل مشکل دي او له امله به یې ملک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

څېړونکي وايي چې دا وخت وزیر اعظم عمران پخپله هم په حکومت او تحریک انصاف ګوند کې دننه د سخت فشار دی. د پاکستان مطبوعات خبرونه خپروي چې وفاقي وزیر علي محمد خان عمران ته خبرداری ورکړی که په تحریک لبېک د بندېز فېصله بېرته وانخلي نو استعفا به ورکړي. مطبوعات وايي چې ځینې نور وزیران هم د علي محمد خان مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG