لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او امریکا بیا وایي په افغانستان کې ټي ټي پي، داعش او نورې ترهګرې ډلې فعاله دي


پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د واکمنو طالبانو پر مشرانو ټینګار کړی چې له نړیوالې ترهګرې نوموړل شوې ډلې ټي ټي پي سره د خپلو اړیکو سپیناوی وکړي چې وایي تر پولې پورې غاړې ترهګري کوي، بلې خواته د امریکا دفاع وزارت هم ویلي په افغانستان کې دا مهال ګڼل شمېر ترهګرې ډلې فعاله دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د اګست پر 27مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د طالبانو حکومت باید د ټي ټي پي د نظریاتي خپلوانو په توګه خپل دریځ واضح کړي:

"د ټي ټي پي په مشرۍ ترهګري د افغانستان له ستونځې سره تړلې ده، ځکه نو دواړه ملکونه باید په ګډه د ټي ټي پي د خطر مخه ونیسي، دا د [دواړو ملکونو] د دوامداره [دوه اړخیزو] اړیکو لپاره لږ تر لږه اقدام دی چې [دوی] یې کولی شي".

د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي آصف دراني دا خبرې په وخت کړې دي چې تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي وسلوالې ډلې د افغانستان پولې ته څېرمه له خپلو ممکنه پناه ځايونو د پاکستان پر خاوره وسلوال بريدونه زيات کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې په دغو لسګونو بریدونو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په سلګونو پوځیان او ملېشه سرتېري وژل شوي دي چې د اکثرو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي.

د پاکستان ځانګړي استازي د ټي ټي پي په اړه تازه خبرې څو ګنټې وروسته له هغه کړې دي چې د طالبانو د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت د پاکستان هغه پخواني تورونه رد کړل چې ګواکې ټي ټي پي په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

قاري فصيح‌ الدين فطرت د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نامه یوې خبري غونډې ته وويل چې ‌ټي ‌ټي ‌پي په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري:

"پاکستان څو ځله دا ډول ادعاوې کړې دي چې ټي ‌ټي ‌پي په افغانستان کې حضور لري، خو پاکستان د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅکله کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. ټي‌ ټي ‌پي په ‌خپله پاکستان کې ښکاره اډې لري او له هغه ځايه د پاکستان پر پوځ او د پاکستان پر حکومت بریدونه او عمليات کوي."

د طالبانو د پوځ مشر وويل هيڅوک نه شي ثابتولاى چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو په افغانستان کې مرکزونه لري او وایي هيچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ښاغلي فطرت وويل، ضروري نه ده چې پاکستاني چارواکي د خپلو کمزوریو پړه پر افغانستان واچوي او ووايي چې ټي‌ ټي ‌پي خپل بريدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي.

ټي ټي پي په عامه توګه د طالبانو د مشرتابه بیعت اعلان کړی دی، ځکه دغې توندروه ډلې د پاکستان په خاوره کې د افغان طالبانو قوماندانانو ته پناه ورکړې وه په کلونو یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړې لپاره د وسلوالو په ګومارلو کې ورسره مرسته کوله.

آصف دراني د چارشنبې- شورو په ورځ روښانه کړه چې د ټي ټي پي د بریدونو له کبله د دوه اړخیزو اختلافاتو باوجود یې حکومت له افغانستان سره د مځکنیو او بندرونو له لارې د نړیوال تجارت په برخه کې مرسته کوي چې د طالبانو حکومت له اقتصادي او بشري ستونځو را ووځي.

امریکې هم یو ځل بیا د سه شنبې- نهې په ورځ په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي خطر په هکله خپله اندېښنه ښکاره کړې ده.

د پېنټاګون د مطبوعاتو سیکرټري جنرل پېټ رایډر د اګست پر 27مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، له داعش خراسان څانګې سره سره په افغانستان کې ډېرې نورې ترهګرې ډلې دا وخت شته:

ښاغلي وویل واشنګټن د داعش خراسان څانګې ترهګر ګواښونه له پامه نه شي غورځولی او د هغه په وینا د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې دا موضوع د پاملرنې په مرکز کې ده: رایډر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"طالبان اوسمهال پر افغانستان کمزوری حکومت کوي او په دې توګه هلته د واکمنې ادارې په توګه، په ښکاره ډول د داعش خراسان له ډلې سره توپیر لري، خو هلته نورې ډېرې ترهګرې ډلې هم شته چې همدا اوس په افغانستان کې مېشتې دي، نو مونږ به ددې پراخې سیمې څارنې ته دوام ورکړو."

ملګرو ملتونو په یو تازه رپوټ کې ټي ټي پي په افغانستان کې "تر ټولو لویه ترهګره ډله" بللې ده او پکې ویل شوي چې د طالبانو چارواکي د پاکستان خلاف د ټي ټي پي د ګړندیو بریدونو ملاتړ کوي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان په خاوره کې د القاعدې ډلې د ترهګرۍ د روزنې په کېمپونو کې وسلوال روزل کیږي او په وسلو سمبالیږي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG