لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحج پالیسۍ اعلان، دسبسډي باوجود به سږکال پاکستان نه په حج قریباً اووه نیم لکه لګښت کیږي


دپاکستان مرکزي حکومت دکال ۲۰۲۲م لپاره دحج پالیسۍ منظوري ورکړې ده اؤ اعلان یې کړی دی چې سږکال به حکومت عام ولس ته په حج کولو د یونیم لک روپو سبسډي یا رعایت ورکوي.

خو حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف دعوه کړې ده چې حکومت دحج لګښت سیوا کړی اؤ په ټولنیزو رسنیو په حج ورکړل کیدونکې حکومتي سبسډي هم بحثونه پیل شوي دي.

دنهې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته دمذهبي چارو مرکزي وزیر مفتي عبدالشکور ویلي حج یوه مذهبي فریضه ده اؤ د دوؤ کالو له دمې وروسته دسعودي چارواکو په محدوده کچه دحج دکوټې په ورکولو په نړیواله کچه دحج دکولو اجازه ورکړې ده چې مونږ یې مننه کوؤ.

هغه ویلي پاکستان ته د ورکړل شوې کوټې له مخې به سږکال ۸۱زره اؤ ۲۱۰حاجیان جج ته لیږل کیږي.

هغه وویل حکومت دشمالي ریجن لپاره دحج لګښت ۸لکه اؤ ۲۸۷روپۍ اؤ دجنوبي ریجن لپاره ۷لکه ،۹۱زره اؤ ۳۳۷ روپۍ اعلان کړې وې چې دې کې دقربانۍ پیسې هم شاملې دي.

مفتي عبدالشکور زیاته کړې چې دحج په پیکیج کې دسعودي عرب لخوا دحج دلازمي اخراجانو کچه ۵۱ فیصدي ده.

دمذهبي چارو مرکزي وزیر وویل د ډالر په پرتله د روپۍ ارزښت کې دکمي اؤ دګډوډ معاشي وضعیت له امله تیر حکومت په حج راتلونکي لګښتونه سیوا کړی وؤ اؤ که اوس مونږ هڅه نه وه کړې وه نن به حج ۱۱ لکو روپو ته رسیدلی ؤ.

هغه وویل حکومت دحج په لګښتونو کې دکمي هڅه کړې ده اؤ مرکزي کابینې په ځانګړي توګه وزیراعظم شهباز شریف هر حاجي ته د یو نیم لکو روپو دسبسډي منظوري ورکړې ده.

دهغه وینا وه چې دحکومتي مرستې نه وروسته به اوس پرته له قربانۍ دحج لکښت ۶لکه ۶۴زه اؤ۸۰۷ روبۍ اؤ دقربانۍ سره ۷لکه ۱۰ اؤ۱۷۸ روپۍ وي.

حکومت مخالفه تحریک انصاف ګوند بیا دحج بیعې زیاتې لوړې ګرځولي اؤ دعوه یې کړې ده چې حکومت دحج بیعو کې ۵۶فیصدي اضافه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو تحریک انصافي ویلي چې په کال ۲۰۲۱م کې دحج په کولو ۵لکه اؤ ۵۱ زره روپۍ لګښت کیدو اؤ سږکال دا لګښت ۸لکه اؤ ۶۰زره ده چې دا درې لکه اؤ ۹زره اضافه ښایي.

دمذهبي چارو وزیر ویلي چې دپاکستان نه به وړومبۍ دحاجیانو الوتکه په شپږم جون الوت کوي.

دپاکستان یو کالم لیکونکي اوریا مقبول جان دحکومت لخوا دحج په لګښتونو سبسډي ورکولو ته خپل غبرګون کې ویلي چې اسلامي نظریاتي کونسل دوه کاله وړاندې په حج سبسډي ورکول غیرشرعي عمل بللی ؤ.

هغه په ټویټر لیکلي" نن مفتي عبدالشکور د وزارت بینکونو کې پرتو دسود دپیسو نه د یو نیم لک روپو دسبسډي منظوري ورکړې ده اؤ په هغه جمهوري سیاست دې لعنت وي چې حج کې هم دسود غلاظت شاملوي"

خو اسلامي نظریاتي کونسل بیا پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې شرعاً دحکومت له لوري په حج سبسډي ورکول جائز دي اؤ په دې کې هیڅ قباحت نشته.

داسلامي نظریاتي کونسل په اعلامیه کې راغلي چې په حج سبسډي یا رعایت ټولو حاجیانو ته یو شان ورکول پکار دي ، که هغه په سرکاري توګه حج ته ځي اؤ که په په شخصي توګه.

خو اسلامي‌ نظریاتي کونسل ویلي که حکومت د زکات د پیسو نه په حج سبسډي ورکولو کې احتیاط وکړي نو دا به زیاته غوره ولي ددې ترڅنګ یې خپله اعلامیه کې دا سپیناوی هم کړی دی چې په شرعي توګه دحکومت لخوا حاجیانو ته په سبسډي ورکولو کې هیڅ حرج یا ممانعت نشته.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG