لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د حکومتي هوايي شرکت پي ايي ای د خرڅولو اعلان کړی


د پي ايي ای سره دا وخت څلور دریرشت جهازونه دي چې وولس پکې ایربس، اولس بوینګ اؤ پينځه اې ټی آر جهازونه دي اؤ په انټرنیټ د موجودو معلوماتو ترمخه د دې جهازونو مجموعي قیمت پي ايي ای د اثاثو په اړه د حکومت د اندازې نه زیات دی
د پي ايي ای سره دا وخت څلور دریرشت جهازونه دي چې وولس پکې ایربس، اولس بوینګ اؤ پينځه اې ټی آر جهازونه دي اؤ په انټرنیټ د موجودو معلوماتو ترمخه د دې جهازونو مجموعي قیمت پي ايي ای د اثاثو په اړه د حکومت د اندازې نه زیات دی

پاکستان په یو اشتهار کې د حکومتي هوايي شرکت پي ايي ای د خرڅولو یا شخصي څانګې ته ورکولو اعلان کړی دی او ویلي يې دي چې دا ګام د ايي اېم اېف د شرط د لاندې اخیستل کېږي او په دې لړ کې به په خساره کې مبتلا نورې حکومتي ادارې هم خرڅېږي.

پاکستان د دې نه مخکې هم څو ځله د پي ايي ای د نجکارۍ خبره کړې خو د شرکت د کارکوونکو د احتجاجونو نه پس به حکومت دغه فیصله بېرته واخیستله.

څیړونکي وایې که قامي اثاثې په تاوان کې روان وي نو بیا دا اثاثه نه بلکه په معیشت بار وي.

په پي ايي ای د اربونو روپو قرضونه دي او د کمپنۍ اخیستونکي به وړمبی دغه قرض هم ختموي.

د حکومتي شمېرو ترمخه پي ايي ای د اووه پنځوست اربه روپو مالیت اثاثې لري خو قرضونو پې د سوونو اربو روپو دي، یعنې د اثاثو نه پې د قرضونو بار زیات دی.

د حکومت لخوا جاري شوې اشتهار ترمخه د هواي شرکت یو پنځوست نه سلو پورې برخې ېا شئیرز آغستو د پاره د مي د دریمې نېټې پورې هر هغه کمپني چې دریرشت اربه روپو پورې مالیت لري د پي اي اې آغستو عمل برخه جوړېدی شي.

حکومت وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف د شرایطو لاندې به د پي ايي ای سره سره به د نورو هغه ادارو حکومتي ادارو نجکاري کوي چې په تاوان کې روانې دي.

اقتصاد پوه ډاکټر عابد سلهري وايي که د ايي اېم اېف شرط‌ وي او که نه خو دا ښکاره خبره ده چې د ډیرې مودې راهسې په تاوان کې حکومتي ادارې که ښې کېدی نه شي نو نجکاري يې بیا یوازنی حل دی.

د امریکې په نیویارک ښار کې د پي ايي ای روزوېلټ نومې هوټل
د امریکې په نیویارک ښار کې د پي ايي ای روزوېلټ نومې هوټل

په پي ايي ای کې دا وخت د مستقل ملازمینو شمیره اووه زره دوه سوه ده، په اداره کې په روزانه اجرت کارکونکي دې نه علاوه دي.

که پي ايي ای خرڅېږي نو د دې ملازمینو مستقبل به څه وي؟ د پي ايي ای ویاند عبدالله حفيظ په دې اړه د وي او ای ډیوه پوښتنو ته د جواب وېلو نه ډډه وکړه.

پي اي اې قیمتي ودانۍ هم لري چې په کې د امریکې په نیوېارک ښار کې روزوېلټ نوم هوټل هم شامل دی خو دا لا نه ده واضحه ایا دا ودانې به هم پي ايي اي اخیستونکي کمپنۍ ته ورکول کېږي او که نا؟

د څېړنې ادارې اېس ډي پي ای ډاکټر ولیدل اقبال وايي د پي ايي ای ډیرې اثاثې باهرني هیوادونو کې موجود دي اؤ د حکومت د غلط پالیسو له وجې پي ايي ای داسې اداره جوړه شوه چې د ګټې پرځاې یې حکومت ته تاوان ورکول پیل کړو او د دې اثاثو په حقله اوس هم حکومت سره موقع شته چې ټیک فیصله وکړي.

د پي ايي ای سره دا وخت څلور دریرشت جهازونه دي چې وولس پکې ایربس، اولس بوینګ اؤ پينځه اې ټی آر جهازونه دي اؤ په انټرنیټ د موجودو معلوماتو ترمخه د دې جهازونو مجموعي قیمت پي ايي ای د اثاثو په اړه د حکومت د اندازې نه زیات دی.

د حکومت د وېنا ترمخه د پي ايي ای د پراوټایزیشن یا په غېر حکومتي کمپنۍ د خرڅولو دا عمل يې د ايي اېم اېف په غوښته پیل کړی دی او د پي اي ای ترڅنګ به پاکستان سټیلز ملز اؤ د نورو داسې ادارو نجکاري به هم کیږي چې په تاوان کې روانې دي اؤ هر کال حکومت ورته اربونو روپو سبسډیز ورکوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG