لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهباز شریف اعلان کړی افغانانو ته ویزې اسانوي


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ټویټر لیکلي دپاکستان مرکزي کابینې د افغانانو لپاره د ویزې په نظام کې د بدلون منظوري ورکړې ده.

دپاکستان حکومت افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت ته د ودې ورکولو لپاره په ویزه پالیسۍ کې دنرمښت اعلان کړی دی اؤ وزیراعظم شهباز شریف وایي په ویزه کې اساني به دواړه هیوادونه نور هم یو بل ته نزدې کړي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ټویټر لیکلي دپاکستان مرکزي کابینې د افغانانو لپاره د ویزې په نظام کې د بدلون منظوري ورکړې ده.

شهباز شریف وایي "اوس زموږ سفارتونه به د دوی (افغانانو)د ویزې غوښتنلیکونه د دوی د اوسني تابعیت پراساس پروسس کوي. دوهم، افغان موټر چلوونکي او ټرانسپورټران به په ۴۸ ساعتونو کې تر یو کال پورې څو ځلې ویزې ترلاسه کولی شي"

وزیراعظم شهباز شریف زیاته کړې د ویزې په سیستم کې ددې اسانتیا موخه د دواړو هېوادونو یو بل ته نزدې کول، افغانانو سره مرسته کول او د منځنۍ اسیا له پراخې سیمې څخه د سوداګرۍ او پانګونې جذبول دي.

هغه ویلي د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ویزې دپالیسۍ په لا نور اسانولو هم کار وکړي.

د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې افغان ټرانسپورټرانو ته باید دشپږو میاشتو ملټي انټري ویزې ورکړل شي.

ددې ترڅنګ کابینې دا هدایت هم کړی چې د ویزې ورکولو په انلاین نظام کې باید په کاري ویزو کې د ذیلي رقم ویزې هم متعارف کړل شي.

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د سه شبنې په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وؤ د "نوې پالیسۍ" سره سم، په بهرنیو هېوادونو کې به د پاکستان سفارتونه د ویزو لپاره د افغانانو پر درخواستونو پرېکړه د هغوی د اصلي هېواد پر ځای د بل تابعیت او پاسپورټ پر اساس کوي.

دمریم اورنګزیب په وینا دنوي نظام په اساس به اسلام اباد په ۴۸ ساعتونو کې د شپږو میاشتو لپاره داسې ویزې ورکولي شي چې لرونکي به یې پاکستان ته د ګڼو سفرونو اجازه ولري او د کورنیو چارو وزارت به دا واک لري چې ویزې تر یو کاله وغځوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG