لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې لا هم ۲۲.۶ مېلینه ماشومان د سکولونو بهر دي


پاکستان کښې د مرکزي او صوباېي حکومتونو لخوا د تعليمي معيار خه کولو د ژمنو پرته اوس هم د هیواد په تعلیمي نظام کې بې شميرهنيمګړتياوې شته او د یو تازه رپورټ تر مخه د کال ٢٠١٥م په شان ﻻ هم ٢٢.٦ ميلينه ماشومان د سکولونو نه بهردي.

په سر ښار اسلام اباد کې د یوې غیر دولتي ادارې (اداره تعليم و اګاهي) لخوا د تعلیمي حالت کلیز رپورټ یا (اېنول سټيټس اف ايجوکيشن)کال ۲۰۱۶م رپورټ جاري کړې شوی.

په دغه رپورټ کې د ٦ نه تر ١٦ کالو د عمر ماشومانو جاېزه اخستل شوی او د دغې مقصد لپاره د ګرد هیواد په ١٤٤ ضعلو کې د ٥٥٤٠ ماشومانو سره خبرې شوي دي.

رپورټ څرګندوي د هيواد د کلي والو سیمو سرکاري او شخصي سکولونود پينځم ټولګي ٤٨ فيصدي ماشومان د اردو ژبې يوه جملههم نشي لوستلې، هم دغه شان ٥٤ فيصدي زده کونکي د انګريزۍ ژبې یوه جمله نشي وويلې. هم دغه شان ٥٢ فيصدي ماشومان د رياضې (حساب کتاب) ساده جمع او ضربهم نه شي کولی.

پاکستان کې د تعلیمي نظام خراب معیار ته په اشاره دغه رپورټ وايي چې د پېنځو کالو نه تر د ١٦ کالو د عمر هلکانو ٤٣ فيصدي ماشومان مورنۍ ژبې لکه پښتو، سندهي او نورو ژبو جملې لوستلې شي. هم د دغه عمریواځې٣٦ فيصدي جينکۍ د مورنې ژبو د جملې لوستلو جوګه دي.

د رپورټ ترمخه د سرښار اسلام اباد ١٣ حکومتي او شخصي سکولونو نیمه برخه نه چارديواري او نه هم د څښلو اوبه لري. یواځې د سرښار د سکولونو څلورمه برخه ټټۍ (تشناتب) هم نه لري.

په پاکستان کې د تعلیم لپاره کارکونکې یوې غیرسرکاري ادارې (الف اعلان) غړی عمر اورکزی وی او ای ډیوه ته وايي پاکستان کي ٧٩فیصده سکولونو کې د څښلو لپاره صفا (پاکې) اوبه نشته. هم دغه شان ٢٥% سکولونه چار ديوالينه لري او د٧% سکولونو اډو ودانۍ (بلډنګ) هم نشته.

ښاغلی عمر اورکزۍ وايي قبايلي سيمو کي ٧٤% جينکي د سکولونو ته نه ځي. يو بل تعليمي ماهر ډاکټر خادم حسين وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستان د رياست ترجيحات تعليم اؤ صحت نه بلکه دفاع ده او د دغه رياستي پاليسۍ له وجې پاکستان کي تعليمي معيار ورځ تر بله خرابیږي.

د رپورټونو تر مخه پاکستان کي د پېنځو کالو نه تر شپاړس کالو پوري ۵۱.۲ ميلينه ماشومان دي او په دغو کې یواځې ۲۸.۵ ٪ سکولونو ته ځي اؤ ۲۲.۶ ميلینه ماشومان د سکولونو نه باهر دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG