لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امير حیدر هوتي: د وزیرستان مسله په زور نه په خبرو حل کېدی شي


 د پښتنون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران دا وخت د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښې په سر نيول شوي او د یو شمېر مقدمو سره مخامخ په جيلونو کې بنديوان دي
د پښتنون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران دا وخت د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښې په سر نيول شوي او د یو شمېر مقدمو سره مخامخ په جيلونو کې بنديوان دي

په قامي اسمبلې کې حکومت مخالف عوامي نيشنل ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو او د پارلېمنټ غړو، علي وزير او محسن داوړ، اسمبلې ته د ورغښتلو مطالبه کړې او د ای اېن پي امير حيدر خان هوتي په اسمبلۍ کې وویل چې د شمالي وزيرستان د ولسونو ګيلې په زور نه په خبرو هواريدلی شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ قامي اسمبلې کې په بچټ د وينا په مهال امير حيدر خان هوتي د پليپز ګوند اصف علي زرداري او د مسلم ليګ نواز خواجه سعد رفیق اسمبلې ته د راغښتلو ستاينه وکړه خو ویې وېل چې شمالي وزیر او جنوبي وزیرستان د پامه نه دي غورځول پکار.

ښاغلي هوتي وویل دا وخت په اسمبلۍ کې د دغو سيمو نمایندگي نشته او بايد چې سپيکر دې د محسن داوړ او علي وزير اسمبلۍ ته د راوستلو امر جاري کړي.

که څه هم په پارلېمنټ کې د پيپلز ګوند چيرمين بلاول بهتو زرداري د خپل پلار اصف علي زرداري ترڅنګ د علي وزير او محسن داوړ پارليمان ته د ورغښتلو مطالبه کړ وه خو د قامي اسمبلې سپيکر اسد قيصر په وروستیو کې ويلي وو چې هغه ته د دغه دوو غړو لخوا اسمبلې ته د ورغښتلو کوم خواست نه دې ورکړی شوی او که چېرې د هغوي لخوا خواست ورشي نو غور پرې کيدې شي.

ښکاره دي وي چې د پښتنون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران دا وخت د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښې په سر نيول شوي او د یو شمېر مقدمو سره مخامخ په جيلونو کې بنديوان دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د پېپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بهټو هم د قامي اسمبلۍ په سپیپکر اسد قيصر غږ وکړو چې د محسن داوړ او علي وزیر اسمبلۍ ته د راوستلو امر دې جاري کړي.

قامي اسمبلۍ ته د ای اېن پي د امير حیدر هوتي د خبرو نور تفصیل د اسلام اباد څخه د وي او ای خبریال ارشدحسین خپل رپورټ کې وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG