لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان خلاف د "ازادي مارچ" احتجاج پای ته ورسېد، د پلان بي احتجاجونه روان دي

په اسلام اباد کې د حکومت مخالف سیاسي گوندونو "ازادي مارچ" نومې احتجاج دوام لري. په دې اړه د حکومت او د حزب اختلاف تازه دریځونه او نور حال دلته لوستلی شئ

16:30 6.11.2019
علي وزیر
علي وزیر

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مرکزي حمایت کوونکي علي وزیر په اسلام اباد کې د حکومت خلاف "ازادي مارچ" په موقع د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د دې غوښتنې هرکلی وکړو چې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوي بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.

علي وزیر وي او ای ډیوه ته وویل امید کوي چې مولانا فضل الرحمان به د "ټروت اېنډ ریکنسېلیېشن کمېشن" یا د حقایقو معلومولو او د جوړ جاړي دپاره د ډلې جوړولو غوښتنه هم وکړي.

علي وزیر وویل دغه ډله دې په قبایلي سیمو کې د "پاکستان واکمنو چې کوم زیاتی کړی دی بې گناه خلک مړه شوي دي، بې گناه خلک بې کوره شوې دي یا هلته د خلکو سامان او کورونه چې لوټ شوې دي، او بازارونه، چې د هغې هم تحقیقات وشي."

د جی یو ايي (ف) په مشرۍ کې د حکومت خلاف د "ازادي مارچ" برخه والو ته د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن وینا کې مولانا فضل الرحمان وویل د ترهگرۍ په شک کې نیول شوي بې درکه کسان دې دپاکستانی شهریانو په حېث عدالتونو ته وړاندې کړی شي چې دا رنگ په ډاگه شي چې څوک ترهگر دی او څوک نا؟

مولانا فضل الرحمان د کومې ادارې نوم وانخیستلو چې گنې دغه بې درکه کسان د چا په ولکه کې دي.

18:43 6.11.2019

د نهې، سه شنبې، په شپه په اسلام اباد کې باران وشو او موسم یخ شو. خو د باران او یخ موسم باوجود هم د "ازادي مارچ" گډون وال په ځای ناست دي او د باران نه د بچ کېدو دپاره خېمې لگوي او نور انتظام کوي.

او وزیراعظم عمران خان په ټوېټر وویل د باران او موسم د یخېدو له امله یې د اسلام اباد د انتظام ادارې سي ډي ای مشر ته امر کړی چې د جی یو ايي په مشرۍ کې کېدونکي احتجاج ځای ته ورشي او اندازه ته دې وکړي چې په د احتجاج گډون والو سره څه ډول مرسته کېدلی شي

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز ترجمان ډاکټر وسیم خواجه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند ته ویلي د "ازادي مارچ" نه تر د ٢٥٠ پورې کسان د زکام او تبې په رنگ ناروغو سره هسپتال ته ورغلي وو خو د درمنلې وروسته رخصت کړی شو.

د اسلام اباد پمز هسپتال
د اسلام اباد پمز هسپتال

20:07 6.11.2019

د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان
د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان

د مخالف سیاسي گوندونو روان "ازادي مارچ" ته په خپله وینا کې د احتجاج مشر د جمیعت علما اسلام (ف) رهنما مولانا فضل الرحمان نن په اوومه ورځ احتجاجي غونډې ته په وینا کې داسې کومې نخښې نښاني ورنکړې چې گنې په اسلام اباد کې د اپوزیشن د زرگونو ملاتړو دا غونډه به په نژدې کې ختمه شي.

مولانا فضل الرحمان وویل د حکومت خلاف د دوی سفر به په استقامت جاري وي.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00


20:45 6.11.2019

جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزۍ هم وینا وکړه او د احتجاج گډون والو ته یې وویل چې دوی هغه مجاهدین دي چې د ولس حکمراني جوړول غواړي.

د محمود خان اڅکزۍ د وینا څه برخه دلته اوریدلی شئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:23 0:00


نور کتل

XS
SM
MD
LG