لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په پوځ سوات کې پخپل سر د وژنو تورونه لگول شوي دي


پاکستان په پوځ سوات کې پخپل سر د وژنو تورونه لگول شوي دي

د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ پخپل يو راپور کې دپاکستان په پوځ تور لگولى چې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې يې 238کسان دمحکمې څخه پشي شا وژلي دي خو پوځ وايي چې په دغه تور کې هيڅ حقيقت نۀ شته.

د هيومن رائټس واچ لۀ لوري په جاري کړل شوي يو راپور کې ويل شوي دي کله چې تيرکال دستمبر په مياشت کې دپاکستان پوځ يو وارې بيا د سوات واک پخپلو لاسونو کې ونيولو نو دهغه وخت څخه دغه تنظيم داسې اطلاعات ترلاسه کول چې پوځ سوات کې دمحکمې څخه پشي شا پخپل سر حلک وژني.
د راپور لۀ مخې سږکال د فرورۍ څخه دغه سازمان په سوات کې دبشري حقونو څخه دسرغړونو اؤ د 238کسانو دشکمنو وژنو په اړه د بشري حقونو دسيمه ييزو تنظيمونو لۀ لوري د ورکړل شوي فهرست پلټنې وکړې چې په هغې کې د50ؤ وژنو پخلى شوى دى خو د وژنو شميره ددې څخه هم زياته ښودل کيږي.
هيومن رائټس واچ وايي تراوسه پوځ په دغو پيښو کې لاس لرونکو خلکو ته څه رقم سزا نۀ ده ورکړې.
دجنوبي ايشياء په اړه ددغه سازمان څيړونکى علي دايان حسن وايي پوځ ته به په دې خبره پوهيدل پکار وي چې سوات دخلکو په وژلو سره دهغه ځايې دخلکو زړونه ڼۀ شي گټل کيدلى.
دهغه لۀ مخې په سوات کې د شکمنو کسانو يا دهغوئ دخپلوانو وژل يو ناوړه کاردى چې له دغې لارې ترهگري لۀ مينځه نۀ شي تللى بلکې نور ډير زيات دښمنان پيداکيږي.
سازمان وايي دمحکمې څخه پشي شا وژنو کې سيمه ييز پوليس هم ککړ دي خو زياتره وخت په دغه رقم پيښو کې پوځ لاس لري.
په دغه راپور کې د اووۀ داسې پيښو تفصيل ورکړل شوى چې په هغې کې پوځ شکمن طالبان بوتللي اؤ بيا دهغوئ په گولو ويشتل شوي مړي موندل شوي دي.
دبشري حقونو دغه سازمان غوښتنه کړې ده چې پوځ بايد محکمې څخه دشوؤ پشي شا وژنو پلټنې وکړي اؤ په دغو پيښو کې دککړو کسانو په ضد دې گامونه واخستل شي.
سازمان په امريکا،برټانيه،اؤ نورو ائتلافي هيوادونو هم غږ کړى دى چې هغه پاکستان دانساني حقونو دسرغړونې څخه منعې کړي
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دهيومن رائټس واچ ددغه راپور په هکله برټانوي خبري شبکې ته ويلي دي پوځ په سوات يا بله کومه سيمه کې دمحکمې څخه په پشي شا وژنو کې لاس نۀ لري .
دهغه وينا وه دغسې راپورونه لۀ دې وړاندې هم مخې ته راغلي وؤ خو په هغې کې لگيدلي تورونه تراوسه ثابت شوي نۀ دي

XS
SM
MD
LG