لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نواز شریف زوم پوځ کې په احمدیانو او د بوهره مسلک خلکو باندې پابندي غواړي


په نژدي کلونو کې په پاکستان کې د احمدایانو د عبادت ځایونه او په ځېنو مقبرو حملې هم شوي دي
په نژدي کلونو کې په پاکستان کې د احمدایانو د عبادت ځایونه او په ځېنو مقبرو حملې هم شوي دي

د پخواني وزیراعظم نوازشریف زوم او په قامي اسمبلۍ کې د واک من پاکستان مسلم لیگ (ن) رکن محمد صفدر په قامي اسمبلۍ کې خپل تقریر کې غوښتنه کړې ده چې د پاکستان په پوځ کې دې د احمدیانو او د بوهره مسلک خلکو په برتۍ پابندي ولگول شي ځکه چې ددوي په عقیده کې جهاد نشته.

محمد صفدر دا غوښتنه هم وکړه چې په اسلام آباد کې د قاید اعظم یونیورسټۍ د فزکس یا طبېعاتو د څانگې نوم دې هم بدل کړی شي.

د قایداعظم یونیورسټۍ دغه مرکز د پاکستان تر ټولو وړمبی نوبیل انعام گټونکي ساینس پوه ډاکټر عبدالسلام په نوم شوی دی. ویل کیږي چې عبدالسلام د احمدي ټولنې سره تعل لرلو.

څیړونکي وایي د تیرې څه مودي راهسې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو دپاره حالات خراب شوي او په ازاده توگه ورته په خپل مذهب او مسلک عمل کول گران مشکل شوي دي.

په نژدي کلونو کې په پاکستان کې د احمدایانو د عبادت ځایونه او په ځېنو مقبرو حملې هم شوي دي.

سلیم الدین دا خبره رد کړه چې گني احمدیان د پاکستان لپاره خطر دی. هغه وویل که چرې داسې وی نو ظفرالله خان به د پاکستان د وړمبي خارجه وزیر په توگه نه ټاکل کیدو، چې د احمدي ټولنې سره یې تعلق لرلو.

د احمدي ټولنې ترجمان سلیم الدین وي او ای ډیوه ته د محمد صفدر د بیان په ترڅ کې وویل چې د نواز شریف زوم خپله د بډو رشوتونو کې د قضيي سره مخامخ دی.

څیړونکي دا هم وايي پاکستان کې د خلکو جذبات د راپارولو او د سیاسي حمایت ترلاسو کولو لپاره هم د مذهبي بیان بازۍ نه کار اخیستل کیږي.

نور تفصیل د اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG