لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل کياني په څرگندونو دپاکستان سياسي گوندونه څه نظر لري؟


جنرل کياني وئيلي ؤددغه جگړې په وجوهاتو ځان پوهه کول ډير ضروري دي.
هغه زياته کړې وه چې پاکستان اؤ پاکستانى اولس په دغه جگړه کې په نخښه کيږي اؤ هغه پوښتنه کول غواړي چې که يوه ډله دپاکستان دائين اؤ قانون څخه په بغاوت کولو دټوپک په زور په مونږ خپل غلط نظريات مسلط کول غواړي اؤ دهغې دپاره هررقم وينې بهيول جائز گڼي نو دهغوي مخه نيول اؤ چقول به پردى جنگ وي که زمونږ خپل؟
جنرل کياني وئيلي ؤددغه جگړې په وجوهاتو ځان پوهه کول ډير ضروري دي. هغه زياته کړې وه چې پاکستان اؤ پاکستانى اولس په دغه جگړه کې په نخښه کيږي اؤ هغه پوښتنه کول غواړي چې که يوه ډله دپاکستان دائين اؤ قانون څخه په بغاوت کولو دټوپک په زور په مونږ خپل غلط نظريات مسلط کول غواړي اؤ دهغې دپاره هررقم وينې بهيول جائز گڼي نو دهغوي مخه نيول اؤ چقول به پردى جنگ وي که زمونږ خپل؟
دپاکستان بيلا بيلو سياسي گوندونو ددغه هيواد دپوځي سرلښکرجنرل اشفاق پرويز کياني لخوا دترهه گرۍ په ضد روانې جگړې ته دخپل جنگ دنوم ورکولو په بابله مختلف نظرونه ورکړي اؤ چرته که دجنرل کياني دغه څرگندونو ته دحقيقت نوم ورکړل شوى، نو هلته يو شمير سياسي گوندونو دپوځي مشر دغه څرگندونې بې ځايه بللي دي.
دپاکستان دپوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني دنهې په ورځ دراولپينډۍ په جي ايچ کيو کې يوې دستورې ته پخپله وينا کې وئيلي ؤ دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب ناسور تر اوسه زمونږ زرگونه وطن وال زمونږ څخه وتروړل، چې په هغې کې دپوځ ، رينجرز، ايف سي، پوليس، مليشې اؤ خاصه دارو ترڅنگ دعام پاکستاني اولس يو لويې شمير شامل دى.
جنرل کياني زياته کړې وه، زمونږ بهرنى دښمن دغه اور ته نوره لمن وهي، خو ددې باوجود هم ځينې خواوې تراوسه په دې بحث کې نښتي چې دا جنگ ولې شروع کړل شوى اؤ چا مسلط کړى؟
جنرل کياني وئيلي ؤددغه جگړې په وجوهاتو ځان پوهه کول ډير ضروري دي.
هغه زياته کړې وه چې پاکستان اؤ پاکستانى اولس په دغه جگړه کې په نخښه کيږي اؤ هغه پوښتنه کول غواړي چې که يوه ډله دپاکستان دائين اؤ قانون څخه په بغاوت کولو دټوپک په زور په مونږ خپل غلط نظريات مسلط کول غواړي اؤ دهغې دپاره هررقم وينې بهيول جائز گڼي نو دهغوي مخه نيول اؤ چقول به پردى جنگ وي که زمونږ خپل؟
هغه وئيلي ؤدغه ډلو دپاکستاني رياست جمهوري عمل اؤ دبې گناه وگړو په ضد په باقاعده ډول وسلې پورته کړي دي اؤ مونږ غواړو چې دغه خلک وسلې وغورځوي، ملي ځاندرې ته راوگرځي، خو دغسې يواځې په هاغه صورت کې ممکن دي چې هغوي پرته له کوم شرط څخه دپاکستان درياست ائين اؤ قانون قبلولو ته غاړه کښيږدي.
دشورو په ورځ دپاکستان بيلا بيلو سياسي گوندونو دپوځي مشر دغه څرگندونو ته ځواب وئيلى دى.
د عوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشراؤ دپاکستان دسرحدونو پخواني مرکزي وزير افضل خان لاله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې " دجنرل کياني دغه څرگندونې سل په سله رښتيا ځکه دي چې که په دې جگړه کې زمونږ بچي ، وروڼه ، خويندې وژل کيږي ، حجرې ، کورونه ، جوماتونه اؤ ښارونه مو ورانيږي نو بيا دغه جگړې ته مونږ دچا جگړه ووايو؟ "
هغه وويل " کوم خلک چې دا غوغا کوي چې دوسله والو قوتونو سره مذاکرات پکار دي ، نو زۀ دهغوي څخه پوښتنه کووم چې کله يو څوک دهيواد ائين ، قانون ، ادارې ، اولس اؤ نور هيڅ نۀ مني اؤ يواځې په دې ضد وي چې هغه څه وائي هم هاغه به منل کيږي ، گنې په بل صورت کې به وينې توئيولى شي ، نو ددغسې خلکو سره به څنگه خبرې کيږي؟"
ښاغلي خان لاله زياته کړه چې " مذاکرات خو په هاغه صورت کې ددغه خلکو سره ممکن ؤ ، چې کله هغوي د هيواد ائين اؤ قانون ته غاړه ايښى وى اؤ دائين اؤ قانون ترمخه ، که دهغوي حقونه پامال کيدل نو بيا به يې احتجاج هم په حقه ؤ، اؤ خلکو به يې خبرې ته غوږ هم ايښودلو، خو دا چې اوس هغوي هيڅ دليل اؤ منطق نۀ مني اؤ غواړي دټوپک په زور خپله خبره عملي کړي نو دهغوي په ضد دجگړې پرته بله لار نۀ پاتې کيږي"
خود پاکستان دمذهبي گوند جماعت اسلامي مرکزي نائب امير سراج الحق بيا دجنرال کياني دغه څرگندونو سره اتفاق نۀ لري اؤ وائي " دپوځي مشر به خپل مقاصد وي ، خو پاکستان دا مهال امن ته اړتيا لري اؤ په دې هيواد کې امن هله راتللى شي ، چې حکمرانان اؤ پوځ دامريکا لخوا پيل کړل شوي جنگ څخه خپلې لارې جدا کړي"
هغه وويل " که څوک دغه جگړې ته خپله جگړه وائي نو پوښتنه دا راولاړيږي چې تر کومې امريکا اؤ نيټو دې سيمې ته نۀ وه راغلې، تر هغې ولې دلته دامن وضعه داسې گډه وډه نۀ وه؟"
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې سراج الحق وويل " هرکله چې دپاکستان تير پوځي واکمن جنرال مشرف په کشمير کې دروانې جگړې په ضد دهند سره اؤ په افغانستان کې دروانې جگړې په ضد دامريکا سره ملگرتيا وکړه نو زمونږ دهيواد امنيت ورسره تالا ترغۍ شو"
دجماعت اسلامي نائب امير دپوځ دسرلښکر نه غوښتنه وکړه چې پخپلو تگلارو نظرثاني وکړي اؤ جنگ پځايې دامن دلارې دمسئلو دهواري پاليسي خپله کړي.
هغه دا هم وويل چې " که امريکا دطالبانو اؤ افغان صدر حامد کرزى دگلبدين حکمتيار اؤ خپلو نورو مخالفينو سره خبرې کولى شي، نو ولې مونږ دخپل هيواد دامن اؤ خوشحالۍ دپاره دهاغو قوتونو سره خبرې نۀ شو کولى، څوک چې په وسلو راخستو مجبور کړل شوي دي"
په پاکستان کې پينځه کاله دواکمن پاتې شوي سياسي گوند پيپلز پارټۍ دخيبرپښتونخوا وياندې نگهت اورکزۍ ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل " ترهه گر غواړي چې زمونږ دترقۍ ، مخه ونيسي ، ښځې په کورونو کې قيد اؤ تعليمي ادارې له مينځه يوسي، همدغه شان هغوي نۀ غواړي چې دهيواد نظام داولس په خوښه دجمهوري لارې وټاکل شي، بلکې دغه وسله وال دملک دبقاء اؤ سلامتيا په ضد راپورته شوي اؤ دټوپک له لارې په خلکو خپل ناوړه نظريات مسلط کوي"
نگهت اورکزۍ زياته کړه " ددغه ترهه گرو دبيخ ويستلو دپاره دپاکستاني پوځ سره اوږه په اوږه اودريدل ، يوه ملي ذمه واري ده اؤ بايد اولس په دې حساس وخت کې دخپل پوځ تر شا کلک اودريږي"
خو په پاکستان کې په وړومبي ځل ديو مقبول سياسي گوند په توگه دراپورته شوي پاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا ستر سکتر شوکت يوسفزئ بيا دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې مخ په وړاندې دبوتللو پلوي نۀ دى اؤ وائي " دې سيمه کې چې دبهرنو قوتونو دگټو دپاره کومه جگړه پيل کړل شوې وه ، هغه جگړه خو ختمه نۀ کړى شوه، البته ددغه جگړې په ختمولو کې پاکستان دختميدو حد ته راوستل شوى دى"
هغه وويل " دغه جگړه بهرنو قوتونو دپاکستان دبې ثباته کولو دپاره دافغانستان څخه پاکستان ته منتقل کړې اؤ هرکله که پاکستان تحريک انصاف په واک کې راشي نو دجنگ ټول اړخونه به يو ميز ته کښينوي اؤ په شريکه به ددغه ستونزې حل راوباسي"
ښاغلي يوسفزئ دا هم وويل " پوځي مشر که وائي چې ځينې خلکو ټوپک ته لاس کړى ، نو بايد په دې خبره هم سوچ وکړل شي ، چې دټوپک راخستو علتونه څه دي؟"
هغه وويل " که څوک وائي چې په خيبرپښتونخوا يا قبائيلي سيمو کې طالبانو ټوپک راخستى نو پوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې خو طالبان نشته ، هلته ټوپک پورته کوونکي څوک دي؟"
دشوکت يوسفزئ په وينا " دا چې نن په خيبرپښتونخوا، قبائيلي سيمو يا بلوچستان کې کوم مقاومت روان دى هغه يواځې اؤ يواځې دمحرومۍ داحساس نتيجه ده اؤ بايد ددغه احساس دله مينځه وړلو دپاره نوره دا بې مقصده جگړه اودرول شي"
ديو بل پاکستاني مذهبي گوند جمعيت علماء اسلام دخيبرپښتونخوا وياند مولانا عبدالجليل جان هم دتحريک انصاف ددغه نظر په ملاتړ کولو سره وائي " په پاکستان کې چې کومې جگړې ته پوځي مشر اشاره کړې ، دغه جنگ په اصل کې په قام دپخواني پوځي واکمن پرويز مشرف لخوا مسلط کړل شوى ؤ، اؤ اوس ددې هوارى په خبرو پکار دى"
نوموړي زياته کړه " دملک حکمرانان چې کله ائين اؤ قانون نۀ عملي کوي نو ارو مرو به ځينې خلک په بغاوت کولو مجبوريږي"
نوموړي وويل " د1973 دائين له مخې دهيواد واکمن نظام به اسلامي نظام وي، خو دلته په دغه ائين عمل نۀ کيږي اؤ اسلامي نظام شاته غورځول شوى ، ځکه نوقصه ورانه شوې ده"
په پاکستان کې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې په بابله که هر څو ددغه هيواد حکومت، پوځ اؤ سياسي گوندونه بيلا بيل نظرونه لري ، خو په دې يوه خبره ټولې خواوې متفق دي چې پاکستان دا مهال تر څه زيات امن ته اړتيا لري اؤ څيړونکي دامن دپاره لارې گودرې لټول دپوځي، حکومتي اؤ سياسي اړخونو گډه ذمه واري گڼي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG