لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل کیاني به نومبر کې د خپلې چوکۍ نه رټائر شي

"ځما د (د نوکرۍ) معیاد د کال ٢٠١٣ د نومبر په ٢٩ مه نیټه ختمیږي. په دغه ورځ به زه رټائر شم. الله تعالې دې زمونږ ټولو مدد او رهنمائي وکي،" دا اعلان جنرل کیاني خپل بیان کې کړی چې د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ائي ایس پې ار لخوا مطبوعاتو ته جاري شوی دی
"ځما د (د نوکرۍ) معیاد د کال ٢٠١٣ د نومبر په ٢٩ مه نیټه ختمیږي. په دغه ورځ به زه رټائر شم. الله تعالې دې زمونږ ټولو مدد او رهنمائي وکي،" دا اعلان جنرل کیاني خپل بیان کې کړی چې د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ائي ایس پې ار لخوا مطبوعاتو ته جاري شوی دی
د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني ویلي شپږ کاله د پوځ مشري کولو ورسته به په آئنده میاشت کې د خپلې چوکۍ نه رټائر ‍‍شي.
"ځما د (د نوکرۍ) معیاد د کال ٢٠١٣ د نومبر په ٢٩ مه نیټه ختمیږي. په دغه ورځ به زه رټائر شم. الله تعالې دې زمونږ ټولو مدد او رهنمائي وکي،" دا اعلان جنرل کیاني خپل بیان کې کړی چې د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ائي ایس پې ار لخوا مطبوعاتو ته جاري شوی دی.
"په داسې مهال چې زه خپل (د نوکرۍ) معیاد سر ته رسوم، د اولس د واک او آئیني نظام جرړي نیولې دي. د پاکستان وسله وال ځواکونه په مکمله توگه د جمهوري نظام ملاتړ کوي او دا مظبوطول غواړي،" جنرل کیاني وویل.
جنرل کیاني کال ٢٠٠٧ کې د خپل پیش رو جنرل پرویز مشرف نه د پوځ د مشرۍ واگې ترلاسه کړې وې. کال ٢٠١٠ کې ورته دریو کالو د پاره د نوکرۍ په معیاد کې اضافه ورکړی شوي وه.
د رټائرکیدو په هکله خپل بیان کې جنرل کیاني وویل د تیر څه وخت راهسې په مطبوعاتو کې د هغه د ذمه وارو او ائنده په پاره کې گنگوسې او اندازې لگول کیږي. "زه ددې عامې رائې سره اتفاق کوم چې ادارې او روایات د افرادو نه مظبوطې وي او باید چې اولیت ورکړی شي،" جنرل کیاني خپل بیان کې وویل.
شپږ کاله د مشرۍ ورسته اوس وخت راغلی دی چې دی چې نور کسان "پاکستان په حقیقي معنو کې جمهوري او خوشحال او امناک هیواد جوړول مشن په مخکې بوځي،" جنرل کیاني وویل.
This item is part of
XS
SM
MD
LG