لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم منير: د اقتصادي ثبات بغېر مکمله ازادي ممکنه نه ده


د آی اېس پي ار ترمخه، جنرل عاصم منیر ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا دپاره هر ډول ممکمه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنيت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي
د آی اېس پي ار ترمخه، جنرل عاصم منیر ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا دپاره هر ډول ممکمه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنيت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي،په ننني دوره کې د اقتصادي ثبات بغېر بشپړه ازادي ممکنه نه ده، د پاکستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې به بې ثباتي ونه زغمل شي.

د پاکستان د پوځ مشر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې ‏قرضې يا پور خواست کړی دی.‏

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جمعې په ورځ د ګرین پاکستان انېشيټو کانفرنس ته په وينا کې ویلي، "مونږ ټول متحد ټيم يو، د ولس په مرسته او ملاتړ به هغه ټولې هڅې چې د پاکستان د پرمختګ په لاره کې خنډ جوړيږي، ناکامه کړو".

نوموړي زياته کړې، منفي پروپېګنډا او ټولنيزو رسنیو ټرولز د ملک د پرمختګ او سوکالۍ څخه نه شي اړولی. د خبر ترمخه د پوځ مشر غږ کړی، "راځئ چې په ګډه منفي قوتونه رد کړو، د پاکستان سوکالۍ او پرمختګ باندې توجه ورکړو".

د آی اېس پي ار ترمخه، جنرل عاصم منیر ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا دپاره هر ډول ممکمه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنيت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي.

ويل شوي، په غونډه کې د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال او د خوراک د ساتنې وزير رانا تنوير سره نورو چارواکو هم ګډون کړی دی.

غونډې ته د ګرين پاکستان انېشيټيو د اقداماتو په اړه اړه احوال وړاندې کړل شوی دی.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، چې د روان مالي کال ‏‎2023/24‎‏ اخره پورې به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ‏ډالرو ته ورسيږي.‏

نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې اورنګزېب په اسلام اباد کې د [پرمختيا دپاره مرستو] د سرخط لاندې جوړې غونډې ته په وينا کې ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې نه به درېم قسط زر ‏ترلاسه شي.

دا مياشت نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) ویلي پاکستان د تېرو درېو مياشتو راهسې د آی اېم اېف سره د درېو اربو ډالرو د لنډمهاله پور لپاره د ورکړل شوو لارو په تعقیب (فالو اپ پروګرام) خبرې کوي خو وایي اوس هم پاکستان ته لا د څه ستونزو هوارول پاتې دي.

د اټلانټک کونسل په څېړنیز مرکز کې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې د نړیوالې مالیاتي ادارې مشرې کرسټالینا جارجیوا ویلي وو، پاکستان د آی اېم اېف سره خپل موجوده د پور پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کوي.

د آی اېم اېف مشرې ویلي وو، ښایي چې خپل اقتصاد ښه کوي او د بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې یې اضافه کیږي، خو زیاتوي چې اوس هم پاکستان کې ځېنې داسې ستونزې شته چې هوارول یې ضروري دي.

هغې ویلي وو په دغو ستونزو کې د ټیکسونو لمنه پراخول او دې خبرې ته کتنه شامل ده چې شتمنه طبقه څنګه د ملکي اقتصاد په پیاوړتیا کې خپله برخه اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG