د پاکستان ویلي د کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، سره مذاکرات دوام لري خو په خبرو کې څه پرمختګ نه دی شوی.
د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه افسر د شمالي وزیرستان د یو ورستي سفر په مهال خبریالانو ته وویل چې د پاکستان عالمانو، د جرګې او د ځايي مشرانو په شمول پلاو په افغانستان کې د ټي ټي پي مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.
د رپورټ ترمخه پوځي افسر چې نوم یې نه دی څرګند کړی شوی وویل د پاکستان په قبایلي علاقو کې د امن دپاره مقامي قبایلي مشرانو افغان طالبان د خپلو تحفظانو نه خبروي ځکه چې د ټي ټي پي قیادت دا وخت په افغانستان کې موجود دی.
پوځي افسر وویل د دایمي امن دپاره پکار ده چې مذاکرات د حکومت په کچه وکړی شي.
د دې نه وړاندې هم پاکستاني مامورینو ویلي وو چې د ټي ټي پي سره امن مذاکرات شروع کړی شوي دي او تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوې میاشتې دپاره ډز بندي هم اعلان شوي وه خو بیا دواړو خواو په یو بل د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات پورې کړل.
افغان طالبانو هم ویلي وو چې د پاکستاني حکومت او د ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې مرسته کوي.
په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې افغان طالبان به د پاکستاني پوځي افسر دې وېنا ته څه دریځ څرګندوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې موجود دي؟
د افغانستان د پخواني حکومت مامورینو به دا خبره ردوله چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې موجود دي.
د وي او ای رپورټ وايي تحریک طالبان سره مذاکرات په داسې وخت کې کېږي چې په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافه لیدل کېږي.
د رپورټ ترمخه د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې ټي ټي پي په پاکستان کې د 22 حملو ذمه واري منلې وه.
تېره هفته په پېښور کې په یوه امام بارګاه کې د داعش په حمله کې د 60 نه زیات کسان ووژل شوو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د پاکستاني پوځ افسر ویل ټي ټي پي په افغانستان کې د امریکایانو خلاف جنګ کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی دی او په دې لړ کې په افغان طالبانو د پاکستان فشار به په محدوده کچه اثر ولري.
د وي او ای اردو څانګه وايي په شمالي وزیرستان کې ورته د جرګی یو غړي د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې د ټي ټي پي کمانډر حافظ ګل بهادر سره ملاقات دپاره د فېبرورۍ په 19 نېټه په درې ورځني سفر د پولې پورې غاړه تلل و. د رپورټ ترمخه د جرګي غړي وویل د حافظ ګل بهادر سره خو یې نېغ په نېغه ملاقات ونشو خو د هغه د ډلې غړو وته وویل چې د افغان طالبانو دلارې به د جرګې سره خبرې کوي خو د دوو هفتو تېرېدو باوجود ورسره څه رابطه نه ده شوي.
د اردو څانګې خبر وايي د محسود قبېلې یوه جرګه هم د ټي ټي پي کمانډرانو سره ملاقات دپاره افغانستان ته تللې وه خو تفصیلات یې تر اوسه په مطبوعاتو مخې ته نه دي راغلي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د سېون ډویژن مشر مېجر جنرل نعیم اختر وویل د 2005 نه تر د 2008 پورې په شمالي وزیرستان کې د حکومت واکداري د نېشت برابر وه خو د وسله والو خلاف د ضرب عضب نومې عملیاتو وروسته په سیمه د حکومت عملداري په مکمله توګه عملي کړی شوي ده.
د پوځ د وېنا برعکس مقامي اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وخت په وخت په شمالي وزیرستان کې د امن او امان په صورتحال تشویش څرګندوي، وايي د سیمې د امنیت وضع کړکېچنه ده او هدفي وژنې او د ځايي خلکو په کورونو اوس هم چاپی کېږي.
یادونه: خبریال نذر الاسلام دا خبر د اسلام اباد څخه د وي او ای اردو څانګې د وېب پاڼې دپاره تیار کړی دی