لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د پاکستان پوځ عملیاتو کې د 10" ترهګرو" د وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د افغانستان د پولې سره نزې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو په دوؤ بیلابیلو عملیاتو کې 10" ترهګر" وژلي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي دا عملیات په اتم اؤ نهم مارچ شمالي وزیرستان کې ترسره شوي دي.

پوځ ویلي چې په اتم مارچ د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ له هغې وروسته چې د سیمې پاکولو لپاره کوم عملیات کېدل نو نو په هغې کې هم څلور نور ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په یوه بېله کارروایۍ کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د ترهګرو د را اوښتو اطلاع ترسره کړې وه اؤ په هغې یې سمدستي سیمه کې عملیات کړي وو.

پوځ وایي ددغه کارروایۍ په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ شوې نښته کې د حضرت عمر اؤ رحمان نیاز په نومونو دوه ترهګر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې پاکستان په مستقله توګه د افغانستان لنډ مهاله حکومت نه غوښتنې کوي چې هغوي باید د پولې د څارنې غوره نظام باوري کړي .

بیان کې هیله ښکاره کړل شوې ده چې د طالبانو لنډ مهاله حکومت به په دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ سرته ورسوي اؤ خپله خاوره به د پاکستان په ضد ترهګریزو کارروایو ته ورنه کړي.

آي ایس پی ار ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د خپلو پولو خوندي کولو اؤ د ملک نه د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته هوډمن دي.

پاکستان وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګر په پاکستان د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي اؤ وایي د ټي ټي‌ پي وسله وال په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان بیا د پاکستان دا دعوې ردوي اؤ وایي‌ دوي چاته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي.

په افغانستان واکمن طالبان پاکستان کې د ناامنۍ ستونزه د پاکستان کورنی مشکل بولي اؤ وایي پاکستان دې د خپل کور ستونزې دخپل کور دننه هوارې کړي.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په اقتدار له قبضې کولو راپدیخوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ په دې بریدونو کې په سوؤنو پاکستاني عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.

پوځ وخت په وخت عملیاتو کې ترهګرو ته هم د ځانې زیانونو اړولو دعوې کوي خو ددغو دعوؤ باوجود په امنیتی ځواکونو د بریدونو لړۍ نه تم کیږي.

تر دې تازه پېښو یوه ورځ وړاندې هم شمالي وزیرستان کې د پوځ لخوا عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

هم دا شان د شپږم اؤ اووم مارچ په منځ شپه کې امینتي ځواکونو په دوؤ بیلابیلو عملیاتو کې د دوؤ نورو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG