د ترهگرۍ په ضد جگړه کې دمهم ائتلافي هيواد حيثيت لرلو باوجود دپاکستان او امريکې ترمينځ په دغه جگړه کې دخپلې کړې تگلارې په ځينو اړخونو کۀ هر څو دلمړۍ ورځې څخه اختلافات موندلى شي ، خو پاکستاني چارواکي وائي خواؤشا دلسو کلونو څخه روانې دغه جگړه کې دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ پاکستاني پوځيانو شمير دبين المللي پوځونو دمجموعي زيان څخه زيات دى.
د پاکستاني پوځ کيپټن کليم الله خان دستې دافغان پولې سره پيوست مومند ايجنسۍ کې په يو غرۀ ددفاعي چوکۍ جوړولو تياري کوله ، خو په دغه مهال دهغه پښه په يو مائن راغله چې طالبانو دغلته ښخ کړى ؤو کليم الله ته هم په هاغه وخت پته ولگيده چې په چاؤدنه کې يې يوه پښه ضائع شوې او دويمه پښه يې هم په دغه چاؤدنه کې دومره سخته زخمي شوې وه چې هسپتال ته په رسيدو ترې ډاکټرانو هغه هم پرې کړه.
”په اصل کې مونږ ته دغرۀ په دغه څوکره چرته يوه چوکۍ جوړول ؤ چې ددغه ځايې څخه مونږ ددښمن مخنيوى کړى وى، ددغه کار دکولو په مهال زۀ ژوبل شوم، په هسپتال کې دبې هوشه کولو پورې زۀ په پوره توگه په هوش کې ؤم“
د جنورۍ څخه تر دې مهاله کيپټن خان دپينډۍ په ارمډ فورسز انسټيټيوټ اف ريحيليټيشن ميډيسن( اى ايف ائي ار ايم) کې دعلاج لپاره پروت دى، په هسپتال کې دځانگړو تربيتي مرحلو څخه دتيريدو وروستو هغه باوري دى چې ددواړو پښو څخه دمحروميدو باوجود به هغه يو نوى ژوند شروع کوي.
ددغه پوځي هسپتال ډائريکټر ميجر جنرل اختر وحيد وائي دلته دنفسياتي علاج هم مکمل انتظام شته، زخميانو ته خبرې هم زده کولى شي، تر دې چې دمصنوعي بدني غړو جوړولو ورکشاپ هم موجود دى.
” مونږ دلته دزرگونو مريضانو علاج کړى، په زرگونو معذور خلک مو دکار قابل کړل، نن سبا مونږ سره اسپيشلسټ ډاکټران او ټيکنيشن څه کم دى، خو مونږ په مزه مزه دوي ته تربيت ورکوؤ، په دوؤ دريوؤ کلونو کې به مونږ سره دعملې هيڅ کمى نۀ وي “
په هسپتال کې دعلاج لاندې پاکستانى پوځي نائيک اعظم هاغه مهال زخمي شوى ؤ کله چې په کرمه ايجنسۍ کې دوړاندې څخه ناستو طالبانو دهغه په کاروان ناڅاپي بريد وکړو او او دملا دتير هډوکي کې دگولۍ دلگيدو په وجه دهغه ښکتنۍ تنه خرابه شوې ده.
خو نائيک اعظم وائي حوصله به نۀ بائيلي او په دې حالت کې به هم خپلو نورو ملگروته ډاډگيرنه ورکوي ، هغه به دترهه گرۍ په ضد جگړه دوامداره ساتي او دا به منطقي انجام ته رسوي.
” انشاء الله يو ځل به دغه ورانکاري دماتې سره مخ کيږي او اخر به هم زمونږ پوځ او حکومت په دغه جگړه کې برى مومي. “
پاکستاني چارواکي وائي دترهه گرۍ په ضد دامريکا په مشرۍ کې کيدونکې جگړه کې دکال 2011 څخه تر دې مهاله دپاکستاني پوځ د13,000ؤ څخه زيات ځوانان مړۀ او ژوبل شوي دي، دوژل شوؤ شميره 3,000 ده، په دوي کې کيپټن بلال صنور هم شام دى چې په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو په مهال وژل شوى ؤ.
دکيپټن بلال خور لبنا صنور وائي هغه په داسې وخت کې په وزيرستان کې دگمارنې لپاره خپل خدمات وړاندې کړل چې مور يې دسختې بيمارۍ په حالت کې هسپتال کې دعلاج لپاره پرته وه.
دکيپټن بلال پلار چوهدري محمد صنور هم دپوځ يو پخوانى افسر دى، هغه وائي پاکستاني پوځ طالبانو ته دماتې ورکولو اراده کړې ده، هغه وائي چې دغه ترهه گر دخلکو ويرولو او هيواد کمزوري کولو لپاره داسلام نوم کاروي.
25 کلن کيپټن عمر زيب کوز دير کې دنيغې لارې په نوم دعملياتو په مهال دتندلارو بريد کې وژل شوى ؤ، دهغه پلار کرنل ريټائرډ محمد افضل وائس اف امريکا ته وويل په 21 مئ کال 2009م کې کيپټن عمر زيب دتندلارو په ضد روانه يوې کارروايۍ کې دخپلو پوځيانو ددستې کمان لپاره روان ؤ چې دوړاندې څخه نصب ريموټ کنټرول بم سره دهغه گاډى وجنگيدو چې له امله يې هغه دخپلو نورو دوؤ ملگرو سره ووژل شول.
نوموړى وائي دهغه ځوې چې دملک او قام لپاره کومه قرباني ورکړې ټوله کورنۍ په هغې وياړ کوي.
دژوبل کيدو باوجود هم دپاکستاني پوځ ددغو عسکرو وينا ده چې دمورني وطن دتندلاريتوب او ترهه گرۍ څخه دنجات لپاره هغوي جنگيدو ته تيار دي.
کيپټن کليم الله خان وائي تندلارو چې په مقامي خلکو کوم ظلمونه وکړل دهغې دليدلو وروستو هر څوک دغه ظالمان ختمول غواړي.
دپينډۍ اى ايف ائي ار ايم پوځي هسپتال کې دعلاج لپاره پراتۀ دپاکستاني پوځ زخمي عسکر دخپل ژوند ددوباره فعالولو په هلو ځلو کې بوخت دي، پاکستاني پوځي چارواکي هيله لري چې دتندلاريتوب په ضد جگړه کې چې اوس کوم ښۀ جنگي چالونه خپلولى شي دهغې په نتيجه کې دترهه گرۍ په ضد مهم کې دپوځ دځاني زيان دکمي احتمال دى.
د پاکستان پوځ د قربانیو په اړه نور معلومات تاسو هم د ډیوه ریډیو همکاری ماه وش جلیل په غږ په دې رپورټ کې اوریدې شۍ.