لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په وزيرستان او بلوچستان کې څلور ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ضلعې په حسن خېلو او د بلوچستان په نوشکي سیمو کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عملیات کړي په او نښتو کې یې څلور ترهګر وژلي دي.

پوځ د نهې سه شنبې، په ورځ وویل دشمالي وزيرستان ميرعلي تحصيل په حسن خيل سيمه کې د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوو ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي کومه چې په تخريبي فعاليتونو کې لاس درلود.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو ترهګرو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.

په 4م جون د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان حسن خېل کې د دوه، او وسره څېرمه د بنو ضلعې په جاني خېل سیمه کې د پینځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د جون په دویمه او درېمه د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل او منګړوتۍ سیمو کې پر پاکستاني‌ پوځ بریدونه شوي وو، چې د پوځ په وینا پکې دوه پوځیان وژل شوي‌ وو.

همدارنګه د مې په 14م او 30م نېټه هم په شمالي وزیرستان کې پر پوځ ځانمرګي بریدونه شوي وو.

د دغه بریدونو بريد زمه واري هم چا نه وه منلې.

خو هغه وخت د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه بريدونه غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو.

دا عملیات په داسې حال شوي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو تر مینځ خبرې روانې دي د او د دغو خبرو وروسته ویل شوي د ټي ټي پي د بلې اعلاميې پورې به ډز بندي وي.

په پېښور کې د شمالي وزیرستان خبریال ناصر داوړ وایي دا ټولې هغه پېښې دي چې په دې روانو خبرو اثر انداز کیږي او اعتماد کې کمی راولي.

هغه وویل ښکاري مزاکرات په ښه اړخ نه دي روان او د دواړو خواو غوښتنې یو بل ته د منلو وړ نه دي.

بل لور ته ډان ورځپاڼې د پوځ له قوله په يو رپوټ کې ويلي، د بلوچستان د نوشکي ضلعې په پاروړ سيمه کې د عملياتو په مهال پوځ دوه ترهګر وژلي دي.

ویل شوي د ډزو په تبادله کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ ریپبلک آرمي سره تعلق لرونکي دوه ترهګر وژل شوي دي.

د دوی پېژنګليو د ندیم او شهزاد عالم په نومونو شوی چې د ايي اېس پي ار له مخې په خاران او شاوخوا سیمو کې په امنیتي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې لاس درلود.خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په دې نښتې کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG