د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې یې بلوچ لبریشن فرنټ په نوم د وسله وال تنظیم درې وسله وال وژلي دي. د بي ایل اې له خوا دې دعوې ته لا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د پوځ د ویاندې ادارې د بیان له مخې دا عملیات تېره ورځ په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.
پوځ دعوه کړې ده چې په عملیاتو کې د بي ایل ای د دریوؤ وسله والو د وژل کېدو تر څنګ درې وسله وال ژوبل شوي هم دي.
د پوځ بیان کې ویل شوي په نخښه کړل شوي "ترهګر"په ۱۲م اګست د پنجګور د ډپټي کمشنر په وژنه اؤ د ورانکارۍ په نورو پېښو کې ککړ وؤ اؤ ددې عملیاتو مقصد دا مجرمان د انصاف محکمه کې ودرول وؤ.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پوځ دا عملیات ستایلي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې ترهګري خورونکي عناصر باید د پنجګور د ډپټي کمشنر د قاتلانو له انجام سبق واخلي.
وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان کې به ترهګرو ته د پټېدو هیڅ موقعه نه ورکول کیږي اؤ اؤ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ټول قام د پوځ تر شا ولاړ دی.
هغه ویلي تر څو چې په بشپړه توګه د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی د ترهګرۍ په ضد به تر هغې روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.
په ۱۲م اګست په مستونګ ضلعه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو د پنجګور ډپټي کمشنر ذاکر بلوچ وژل شوی ؤ.
په دغه وسله وال برید کې د بلوچستان اسمبلۍ د غړي رحمت صالح ورور عبدالمالک هم ژوبل شوی ؤ.
په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د تېرو څو کالو راهسې د ترهګرۍ لړۍ دوامداره ده اؤ د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف په پینځم اګست یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.
Forum