واشنګټن/چمن —
د پاکستان پوځ ویلي هغه پوځي هېلې کاپټر سره رابطه قطع شوي ده چې د کوټي کور کمانډر په شمول پکې شپږ لوړ رتبه پوځي افسران سواره وو.
د پوځ ویاندې ادارې ايي اېس پي ار د ټوېټر دلارې وویل په هېلې کاپټر کې سواره افسرانو د سیلاب ځپلو سيمو دوره کوله.
د وي اوای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي د اطلاع ترمخه د هېلې کاپټر په مسرانو کې د مېجر سعید (پایلټ)، مېجر طلحه، کور کمانډر لېفټېننټ جنرل سرفراز علي، بريګېډیر امجد حنیف ستي شامل وو.
د نورو معلوماتو سره به دا خبر تازه کولی شي