لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کور کمانډرانو کانفرنس: هیڅوک پوځ کې د موجود احتسابي نظام نه مستثنا او بالا نه دی


د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي چې پوځ د یو مضبوط اؤ سخت احتساب له لارې د خپلو اقدارو پاسداري کوي چې په هغې کې د هیڅ رقم پرې جنبې اؤ استثنا ګنجایش نه شته اؤ نه هم کوم فرد له دې عمل بالا دی.

پوځ دا خبره وروسته له هغې کړې چې خپل یو پخوانی جرنیل فېض حمید یې د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی اؤ د هغه کورټ مارشل یې پیل کړی.

په پاکستان کې داسې ګنګوسې یا اټکلونه روان دي چې ګنې د آي ایس آي د پخواني مشر له نیول کېدو وروسته به د ملک پخوانی وزیراعظم عمران خان هم د نهم مې د پېښو قضیه کې پوځ ته وسپارل شي اؤ په هغه به مقدمه پوځي محکمه کې وچلول شي.

د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان هم وړمه ورځ اسلام اباد هایکورټ ته رجوع کړې ده چې هغه دې د پوځ په تحویل یا ولکه کې ور نه کړل شي.

د پاکستان د پوځي کور کمانډرانو غونډه د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ کې شوې چې پکې په بیلابیلو مهمو ملکي اؤ نړیوالو چارو غور اؤ بحث شوی دی.

د پوځ د اعلامیې له مخې د کور کمانډرانو غونډې ته د سیمې د وضعیت، قامي سلامتۍ ته د پېښو چېلنجونو اؤ سیوا شوؤ ګواښونو په ځواب کې د اپریشنل تګلارې په اړه احوال تېر کړل شوی دی.

اعلامیه وایي فورم د پاکستان د امن اؤ ثبات لپاره د پوځ اؤ نورو قانون پر ځای کوونکو ادارو د مامورینو اؤ ملکي وګړو له لوري بلوچستان اؤ پښتونخوا کې ورکړل شوؤ قربانیو ته د عقیدت پيزوینې وړاندې کړي دي.

د اعلامیې له مخې "د کور کمانډرانو کانفرنس کې په ځانګړي ډول بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا کې د فعاله ملک دښمنه قوتونو، د منفي اؤ تخریبي عناصرو اؤ د هغوي د پاکستان مخالفه کورنیو اؤ بهرنیو سهولت کارانو په فعالیتونو اؤ د هغې د مخنیوي لپاره په اخستل شوؤ یو شمیر ګامونو هم غور وشو".

کانفرنس کې دا هوډ تکرار کړل شوی چې پوځ به د ولس په کوټلي ملاتړ د ترهګرۍ په ضد ورکړل شوې قربانۍ ضایع کېدو ته ور نه کړي.

اعلامیه وایي فورم په دې خبره ټینګار وکړو چې پوځ یوه منظمه اداره ده چې د هر فرد پېشه ورانه مهارت اؤ وفادارۍ یې یوازې د ریاست اؤ د پاکستان د پوځونو سره دي.

د کانفرنس برخه والو ویلي پوځ په یو غیر متزلزل عزم د یو پیاوړي اؤ سخت احتساب له لارې د خپلو اقدارو ساتنه کوي چې هغې کې د هیڅ رقم پرې جنبې اؤ استثنا څه ګنجایش نه شته.

برخه والو ویلي چې چې پوځ کې موجود سخت احتسابي نظام باندې عمل درامد د پوځي ادارې د استحکام لپاره لازم دی اؤ هیڅ یو فرد له قانون بالا اؤ له کره کتنې مستثنا نه دی.

غونډې ته خپله وینا کې پوځي مشر جنرال عاصم منیر ویلي چې پوځ به د ترهګرو، توندلارو اؤ جرایم پېشه ډلو خلاف ضروري اؤ قانوني کارروایۍ کولو کې د حکومت، انتظامیې اؤ قانون پر ځای کوونکو ادارو سره هراړخیزه مرستې کوي.

فورم د ترهګریزو شبکو په ملتیا د روانو غیر قانوني فعالیتونو خلاف په روانو هڅو هم تسلي ښکاره کړې اؤ د سخت سایبر امنیتي ګامونو له لارې یې د قامي سایبر سپېس په تحفظ ټینګار کړی.

په دې وروستیو کې د پاکستان په پوځ سیاسي چارو کې د لاسوهنې، جبري بې درکیو کې د ککړتیا اؤ پټ په پټه د توندروه وسله والو ډلو د سرپرستۍ د تورونو لړۍ چټک شوې اؤ په ځانګړي ډول په بلوچستان اؤ پښتونخوا کې د پوځ د پالیسو په ضد احتجاجونه اؤ ولسي پاڅونونه هم شوي.

خو پوځ بیا په مختلفو وختونو کې په ځان لګول لګیدلي دا ټول تورونه رد کړي اؤ وایي چې په سیاست کې ګوتې نه وهي اؤ ملک کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG