لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د مشکوکو ترهگرو د نیولو امر کړی دی


پاکستان د مشکوکو ترهگرو د نیولو امر کړی دی
پاکستان د مشکوکو ترهگرو د نیولو امر کړی دی

پاکستاني چارواکو په هېواد کې دننه د تازه خونړو پېښو نه وروسته په پنجاب او خېبر پختونخوا کې په سلگونو مشکوک تندلاري او طالبان نیولي دي.

چارواکي وایي د گل په ورځ پولیسو د 200 و نه زیات مشکوک کسان د خېبر پختونخوا په پېښور ښار کې نیولي دي.
د خېبر پختونخوا په نوښار ضلع کې هم د تندلارو ډلو سره تړو لرونکی خلک نیول شوي دي. دغه نیونې د جمعې په ورځ د پاکستان په قبایلې سېمې مومند ایجنسۍ دهغه بمي چاودنې نه پس شوي چې پکې 102 کسان وژل شوي وو.
تر اوسه معلومه نه ده چې په نیول شوو کسانو دغه ترهگر بریدونو کې لاس شته او که نه.
په ختیځ پنجاب ایالت کې هم چارواکي وایي په تېرو څو ورځو کې د تړل شوو جنگیالو ډلو د 100و نه زیات کسان نیولي دي.
پنجاب کې نیول شوي کسان د غیر قانوني گرځول شوي سني تنظیم سپاه صحابه پاکستان او د خېرتي اداره جماعت الدعوة چې د تندروه جنگیالې ډلې لشکر- طېبه برخه ده سره تړو لري.
د پنجاب په ځېنی سیاستمدارنو تورنه دي چې د تندلارو ډلو سره اړیکې لري.
د پاکستان په لاهور ښار کې د جولائي په وړمبۍ نېټه د داتا گنج بخش ددربار دننه دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو کې 41 کسان وژل شوي وؤ او د 175 نه زيات ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG