په اسلام اباد کې مېشته د ټېلې وېژن د پروګرام کوربه چې په مامورینو د تنقید دپاره مشهور دی ریاستي ادارو په اړه په سوشل میډیا د غلطو خبرونو د خپرولو په الزام د پاکستان امنیتي ادارو ګرفتار کړی دی.
د خالد جمیل د ګرفتارۍ تصدیق د جمعې په ورځ د هغه کورنۍ او هغه ټېلې وېژن چېنل وکړو چې هغه ورسره کار کوي.
ای بي اېن ټېلې وېژن په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل جمیل د زیارت، پنجشنبې، په شپه وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای ونیولو.
د جمیل کورنۍ وویل هغه د کورنه د شپې ناوخته د چاپې په مهال نیول شوی دی. په سوشل میډیا د هغه تصویر خپور شوی چې جمیل په کې د پولیس په ولکه کې لیدل کېږي.
د جمعې په ورځ د اسلام اباد یو عدالت اېف ايي ای ته اجازت ورکړو چې دوه ورځې دې د جمیل تفتیش وکړي.
صحافتي ټولنې د جمیل د ګرفتارۍ غندنه کړې.
پاکستان د ډیر وخت راهسې د خبریالانو دپاره محفوظ ملک نه ګڼل کېږي.
په 2020 کې پاکستان د کمېټي ټو پروټېکټ جرنسلسټس په هغه فهرست په نهمه درجه و چې په دنیا کې په هغو ملکونو نظر ساتي چې په خبریالانو حمله کوونکي د سزا سره نه مخامخ کېږي.
په وروستيو کلونو کې په فعالانو او صحافیانو د حکومت او د امنیتي ادارو په حملو کې اضافه شوې ده چې له امله يې د تنقید او اختلاف دپاره ساهه کمه شوې ده.
په پوځ تنقید کوونکي د دړکو، ویرول کېدو، د بغاوت د الزاماتو او د ګرفتاریو سره مخامخ کېدلی شي.
Forum