لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لیبک د آسیه بي بي د فېصلې په سر د سپریم کورټ دججانو د مرگ غوښتنه کړې


په اسلام آباد کې د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته پولیس پرځای دي
په اسلام آباد کې د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته پولیس پرځای دي

د تحریک لیبک گوند مشر محمد اشرف قادري د اسیه بي بي د فېصلې په سر د سپریم کورټ د مشر او د دوو نورو ججانو د مرگ او د وزیراعظم عمران خان د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان تر ټولو لوې د شورو، چارشنبې، په ورځ امر وکړو چې د مذهب د سپکاوي په الزام قید عیسايي مېرمن اسیه بي بي دې ازاده کړی شي.

په کال ۲۰۰۹م کې په اسيه بي بي د مّذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي وو او یو کال ورورسته عدالت هغې ته د مرګ سزا واوروله. په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور هائيکورټ آسیه بي بي ته د زېلی عدالت د مرگ سزا پرځای وساتله.

خو سپریم کورټ د لاندینې عدالتونو فیصلې رد کړې او د اسيه بي بي د ازادیدو امر یې وکړو. په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه د انساني حقونو تنظیمونو د ډیر وخت راهسې د اسیه بي بي د ازادۍ غوښتنه کوله. د دوی په نظر هغه بې گناه وه.

رپورټونه وايي د اسیه بي بي په حق کې د سیریم کورټ د فیصلې وروسته د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونه کې احتجاجونه وکړل.

د تحریک لیبک نومې ډلې مشر افضل قادري د اسیه بي بي د فېصلې په سر د سپریم کورټ د مشر جج او د دوو نورو ججانو د مرگ او د وزیر اعظم عمران خان د لرې کیدو غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د تحریک ترجمان اعجاز اشرفي وویل د "تحریک لبیک سرپرست اعلا محمد افضل قادري فتوه جاري کړي چې وايي هغه ټول خلک چې د اسیه بي بي د ازادولو فېصله یې کړې د مرگ وړ دي."

په نړي واله کچه د انساني حقونو او شهري حقونو فعالانو د پاکستان د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کړی دی.

د انساني حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د جنوبي ایشیا مشر عمر وړايچ په ټويټر ليکلي، "دا يوه تاريخي فېصله ده، باوجود د دې چې هغې د بېګناهۍ احتجاج کولو، او باجود د دې چې د هغې پرضد ثبوتونه کم وو، دا قضيه د خلکو راپارولو دپاره وکارول شوه، د دوه لوړ پوړو چارواکو د وژلو جواز وړاندې کړی شو، رياست وويرول شو، خو انصاف اخر وګټله".

په واشنگټن کې میشته د سېنټر فار سکیورټي پالیسي نومې څېړنې ادارې مشر فرېنک گېفني د سپریم کورټ فېصله د "معجزې" په نوم یاده کړه.

مطبوعاتو ته په یو بیان کې فرېنک گېفني وویل "خصوصي معجزه د هغه دریو ججاجو جرات دی چې دا ورته ښه معلومه ده چې د آسیه بي بي په ازادولو کې دوی د خپل مرگ سند لاس لیک کړی دی. نور چارواکي د هغې په حق کې د ودرېدو او د مذهب د سپکاوي قانون خلاف په خبرو وژل شوي دي."

د پنجاب پخوانی گورنر سلمان تاثیر او شهباز بهټي چې د وفاقي کابینې وزیر وو د آسبه بي بي د قید په سر وژل شوې دي. سلمان تاثیر د اسلام اباد پولیس یو محافظ ممتاز قادري په ډزو وژلی و. ممتاز قادري د عدالت په فېصله تېزندي شوی دی.

د سېنټر فار سکیورټي پالیسي چې د امنیتي چارو د څېړنې اداره ده، مشر فرېنک گېفیني وویل "مونږ ته پکار دي چې د نورو معجزو دعا وکړوو. اسیه او د هغې کورنۍ د پاکستان نه د راویستلو دپاره داسې خفیه اپریشن پکار دی لکه چې اوسامه بن لادن پکې ووژل شو."

په کال ٢٠١٢ کې د امریکې خصوصي ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن ووژلو. پاکستان د امریکې د دغه خفیه اپریشن په اړه لا علمي ښودلې وه او پاکستاني مامورینو ویلي وو دوی ته د وړاندې څه اطلاع نه وه ورکړی شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG