لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"عورت مارچ": تحریک مو رنګ راوړی چې خلک اوس د ښځو په ستونزو خبرې کوي


په پاکستان کې کال 2018م کې د هيواد فيمنسټ ډلې لخوا د ښځو د حقونو د پاره شروع شوی تحريک "عورت مارچ" هر کال د بېلا بېلو خنډونو سره مخ کيږي چې ورته تر ټولو لوی ګواښ مذهبي ډلې وي، د ياد تحريک منتظمین او رضاکاران وايي دا ځل به د ورپېښو خنډونو او ګواښونو مقابله لا په نور توان او جذبي سره کوي.

په پاکستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې له را نزدې کېدو سره په هيواد کې دوه ډلې فعاله شي، يوه مذهبي او توندروه فکر لرونکې ډله او بله لبرل يا آزاد خياله.

د دواړو ډلو تر منځ اختلاف په عورت مارچ وي، يو داسې تحريک چې پکې ځوانې فېمنسټ پېغلې د رياست او ټولنې څخه د خپلو حقونو مطالبات د ځانګري احتجاج په ذريعه کوي خو په تېرو کلونو کې ليدل شوي چې دا تحريک د اخ و ډب د پېښو ښکار شي.

د عورت مارچ منتظمه زينب جميل وایي، "زما پوره یقین دی چې زموږ دا جدوجهد پر ځای دی، زموږ د تحريک پيل کېدو ايله پينځه کاله وشول خو زه ګڼم چې دې د خلکو په فکرونو اثر کړی دی. دې تحريک يو داسې بيانيه جوړه کړې ده چې خلک د ښځو په ستونزو خبرې کوي او د ولس په ذهنونو کې یې يو شعور بیدار کړی دی".

د عورت مارچ مخالف مذهبي عناصر چې پکې د بېلابېلو مذهبي ګوندونو خلک هم شامل دي، د مارچ په ګډون کوونکو او منتظمينو باندې په هیواد کې د بې حيايۍ د خپرولو تورونه لګوي او په تکرار سره وايي چې د ښځې اصل ځای د هغې په کور دننه دی.

د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم ايچ آر سي پي ترمخه په پاکستان کې هر کال د زرو نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کیږي او د نړیوال اقتصادي فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې په 142م نمبر ولاړ دی.

هم دغه شان د ملګرو ملتونو د 2023م د رپورټ ترمخه په پاکستان کې 53 فیصده جينکۍ د 33 فيصده هلکانو په مقابله کې هیڅکله سکولونو ته نه دي تللې چې په دې هیواد کې د جنسي نابرابرۍ خطرناکې نخښې دي.

خو د ښځو د حقونو مبارزين وايي تر آخري دمه به دا کوشش کوي چې په پاکستان کې ښځو ته برابر حقونه ترلاسه شي.

د ښځو د حقونو مبارزه ډاکټر فرزانه باري وایي، "د ښځو په ضد ټولنه کې موجود د سخت دریځه سوچ په ختمولو کې د بده مرغه زموږ رياست او تعليمي ادارې هیڅ کردار نه لوبوي او موږ د ښځو د صنفي برابرۍ، بشري حقونو او انصاف په اړه د يو متبادل سوچ د جوړولو کوشش کوو".

په پاکستان کې د مارچ په 8 مه د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو تر ټولو تکړه غږ پورته کوونکې ډلې عورت مارچ فعالان وايي تر څو چې ورته د رياست ملاتړ نه وي تر لاسه په هېواد کې ورته د ښځو د حقونو راتلونکې تیاره ښکاري.

د عورت مارچ منتظمه بريه شاه وایي، "په پاکستان کې د ښځو د حقونو په اړه د دی تحريک مستقبل ماته تياره ښکاري خو که په دې کې ځينې بدلونونه راوستل شي او د تېرې مودې به څه زدکړه وکړو نو يا خو موږ په خپل دې جدوجهد کې مخ په وړاندې ځو او يا به نور وروستو شو".

په دې ورستيو کې ليدل شوي چې د ښځو غږ په نړيواله او ملکي کچه اثرات لرلي چي يو مثال يې د لادرکه بلوچانو لپاره غږ پورته کوونکې ماهرنګ بلوچ ده.

که څه هم ماهرنګ بلوچ او د هغې ملګري د خپلو مطالباتو په منلو کی ناکامه شوي خو د ښځو د حقونو مبارزين وايي که څه هم لاره ورته د خنډونو ډکه ده خو په پاکستان کې د میلينونو ښځو د حقونو مبارزه به خامخا ګټي.

د ښځو د حقونو مبارزه ډاکټر فرزانه باري وایي، "دا رجحان ورځ تر بلې مظبوط کيږي چې د ښځو خوښي او بدنونه کنټرول کړی شي. موږ مدني ټولنه خو په سياسي مدار کې پوره کوشش کوو خو زما په خيال تر څو چې په رياستي کچه کوشش نه وي شوی نو زه ګڼم چې د دې مبارزې په ګټلو کې به ډېر وخت لګي".

د ښځو د حقونو فعالانې د ښځو د حقونو نړيواله ورځ په پاکستان کې د جنسي برابرۍ د کورني تشدد او د ښځو په ضد د جنسي تېريو د مخنيوي لپاره قوانينو جوړولو ته د پام راګرځولو لپاره کاروي خو دوی نه يواځې هر کال په رياستي کچه د پام وړ ملاتړ نه محرومې پاتې کیږي بلکې په دې ورځ د دوی په وينا د هراسمنټ يا جنسي ويرونې هم ښکار کیږي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG