لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ، برطانوي غرختونکي وژغورل


د پاکستان یو چارواکی وایي چې د هغه هیواد پوځ، د یو اطریشي غرختونکي مړی موندلی او دوه برطانوی غرختونکي یې ژوندي ژغورلي دي. دغه غرختونکي تیره اونۍ، کله چې برفکوچ یا راشي د هغو خیمه لاندې کړه، ژوبل او لادرکه شول.

برطانوی غرختونکي، بروس نورماند او تیموتي میلر، د اتوار ـ یکشنبې په ورځ د هنزه درې په آلترسار غره کې وژغورل شول. درېیم غرختونکی، کریستیان هوبر چې اطریشی و، مړی یې وموندل شو.

د پاکستان د الپاین کلب یو چارواکي، کرار حیدري، نن د گل ـ دوشنبې په ورځ وویل چې برطانوي غرختونکي د درملنې لپاره اسلام آباد ته منتقل شوي دي.

د غرختونکو دغه درې کسیزه ډله، په هنزه دره کې د سار غره څوکې ته ختل، چې جگوالی یې ٥٩٠٠ مترو ته رسیږي، خو د جمعې په ورځ د توپان له امله پرې راشی یا برفکوچ راغی.

د آلپاین کلب آف پاکستان چارواکي، کرار حیدري ویلي چې پوځ، د هوا د خرابوالي سره سره، د ژغورنې عملیات ترسره کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG