لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلي هنرمند استاد سردار علي ټکر ته پاکستان تمغہء امتیاز ورکوي


د پښتو موسیقۍ استاد او براډکاسټر سردارعلي ټکر ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ او هنر په میدان کې د خدمتونو په سر د امتیاز تمغہ ورکوي.

ښاغلي ټکر د جایزې د اعلان نه پس د وي او ډیوه سره په خبرو کې ويلي دي

ایوارډونه اولس ورکوي خو چې کله حکومت ایوارډ ورکړي نو ددې معنا دا شي چې حکومت د ارټسټ کار تسليم کړو، دښاغلي ټکر په خیال ددې جایزې ډېر اهميت دی:

"ددې ایوارډ ډیر لوی اهمیت په بله وجه دی، دې خبرې ته د چا پام نه دی چې زه د ملک نه بهر یمه او ماته ایوارډ ملاو شو، دا ډیره لویه خبره ده"

ښاغلي ټکر وویل که یو تن د دنیا په هر گوټ کې وي خو چې ځان او قام ورنه هیر نه شي، هغه وویل:

"زه د خپل ملک نه بهر وومه خو د خپل ملک لپاره مې کار وکړو"

پاکستان وتلي هنرمند استاد سردار علي ټکر ته تمغہء امتیاز ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

سردارعلي ټکر ته په کال 1996 کې پاکستان د موسیقۍ په میدان کې د اعلا کار په سر د هیواد ستره اولسي جایزه تمغہء حسنِ کارکردگي هم ورکړې ده.

د ښاغلي ټکر یو بل اعزاز دا دی هغه په کال 2014 کې د نوبل د جایزو د ویش په وخت په ناروی کې د پښتو سندره "ته بي بي شيرينه" ویلی وه. دغه سندره د نوبل انعام گټونکې پښتنې پېغلې ملالې یوسفزۍ ته ډالۍ شوې وه.

سردار علي ټکرد تېرو نهو کالو راهسې په امریکا کې دی او د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې همکار او د اونیز خپرونو "روښانه فکر" , "د نیمو شپو سندرې خوند کړي" او "ادبي محفل" کوربه دی.

ښاغلی ټکر به ددې جاېزې اخستلو د پاره د پاکستان سفر کوي، هغه وايي دا یوه ډېره اهمه دستوره وي چې د ملک داولسي او پوځي مشرانو نه علاوه پکې خارجي سفيران او اعلا کسان ناست وي.

پاکستان ښاغلي ټکر ته دا ایوارډ ولې ورکوي؟ ددې تپوس په ځواب کې ښاغلي ټکر وویل چې په تېرو نهو کاله کې یې د خپل قام او اولس دپاره ډېر کار کړی دی.

سردارعلي ټکر په تیره یوه لسیزه کې د پښتو ژبې د جدیدو شاعرانو تر څنگ د کلاسیک دور شاعران هم ریکارډ کړي دي، چې پکې خوشال خټک، رحمان بابا،حمید بابا، دولت خان لواڼی،مرزا خان انصاری، حنان بارکزی، احمد شاه بابا، قیام الدین خادم، صدیق پسرلی، گل باچا الفت، عبدالروف بینوا، حسین ملک پوري، توتیا خټکه (د خوشال خټک میرمن)، حلیمه خټکه (د خوشال خټک لور)، خاله پیاري، عظيم بابا، حافظ الپوري، عبدالقادرخان خټک، حمزه بابا، دوست محمد کامل، قلندرمومند، سیف الرحمان سلیم، فیض الرحمان فیضي، صنوبر حسین کاکا جي او کریمداد روښانی ځيني مهم نومونه دي.

ښاغلی ټکر د پښتونخوا د مردان ضلعې په تاریخي کلي ټکر کې د حاجي زرنوش خان کره په 15 جولاي 1956 کې زیږدلی دی. او سمي زدکړې یې د میکینکل انجينیر کړي دي.

د ښاغلي ټکر د موسیقي سره مینه د ماشوموالي نه وه. او وايي موسیقي یې په اتم ټولگي کې شورو کړله. لومړی یې په سکول کې په خله باجه (ماوت ارگن) او بیا شپیلۍ، بینجو، چترالی ستار، رباب او هارمونيم غږول.

ښاغلي ټکر په ریډیو وړومبی پروگرام په 1982 کې "زلمی کول" کړی وو . په دغه پروگرام کې هغه د مجیدالله خلییل دوه غزلې هم اویلې چې ډیرې مشهورې شوې او د ریډیو افسرانو د زلمي کول سره سره په اولسي خپرونو کې هم شامل کړلې.

دغه پروگرام د ښاغلي ټکر د موسیقۍ په عملي میدان کې وړومبی گام وگرځیده.

سردار علي ټکر په ټیلي وژن وړومبۍ سندره فولک (شنه بنگړي دې مات شه) ویلې وه.

دا فولک د اتیایم په لسیزه کې ډېر مقبول(سوپرهټ) شو او د زلمي کول نه علاوه په کلو بانډو او ښارونو کې هم اوریدل کیدلو. ددغه خپرونې پروډیوسر صلاالدين لالا وو.

خو ښاغلي ټکر نړیوال نوم هغه وخت پیدا کړلو چې د شلمې پېړۍ د نظم منفرد پښتون شاعر غني خان کلامونه یې ریکارډ کړل.

ښاغلی ټکر وايي ځان سره به یې ډیر وخت نه د غني خان نظمونه ویل خو چې کله ورته د ایډورډز کالج د پښتو څانگې استاد یارمحمد مغموم وویل چې د کالج د موسیقۍ په ماښامي کې څوک هم د غني خان کلامونه ویلو ته تیار نه دي نو ده ورته وویل چې غم مه کوه کار به اوشي.

بیا چې کله په ایډورډز کالج کې د غني خان سره ماښامی کیدلو او ښاغلي ټکر پکې د غني خان کلامونه وویل نو غني خان ورته هم ناست او د ښاغلي ټکر په قول ډېر خوند ترې اخستلو. دغه پروگرام د جوپیټر میوزک نومې یو دوکان تیار کړی وو. ددغه کیسټ په کلامونو کې مستانه ساقي راشه یو جام جام رواړه او ځيني نور پکې ډېر مشهور شوي وو.

ښاغلی ټکر بیا د غني خان د نورو کلامونو د ریکاډنگ د پاره په 1985 کې افغانستان ته لاړو او هلته د مشهورو نظمونو ،چې مستي وی او ځواني وی، زه یم ناست په تصورکې په گډون 37 کلامونه ریکارډ کړل.

د ښاغلي ټکر د اتیایم په لسيزې کې شورو شوی د موسیقۍ دغه سفر لا روان دی او نه یواځې دا چې د لکونو په شمیره کې عام بلکې اعلا تعليم لرونکي پښتانه یې د موسیقۍ میئنان جوړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG